وزيراعلي خټک :دترهه گرۍ ختمولو لپاره سياسي اؤ سفارتي ذريعې کاروؤ

هغه وويل زمونږ دصوبې پولې دقبائيلي سيمو اؤ جگړه ځپلي گاونډي هيواد افغانستان سره تړلي دي کوم چې دلته دامن په اړه يو منفي اړخ دى ، خو مونږ به په ټوله صوبه کې دسختو امنيتي انتظاماتو په ذريعه ددغسې چيلنجونو مقابله کوؤ.

دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې وزيراعلي پرويز خټک وئيلي دي صوبه کې دبدامنۍ اؤ تندلاريتوب دله مينځه وړلو لپاره حکومت ټولې سياسي اؤ سفارتي ذريعې کاروي.
پيښور کې دامن وامان دبحالۍ په اړه دکاري ډلې دلمړۍ غونډې دمشرۍ کولو په مهال وزيراعلي پرويز خټک وويل صوبه کې دامن وامان دباوري کولو لپاره داجتماعي ځيرکتيا څخه کار اخستل پکار دي اؤ دمضبوطې اقتصادي پرمختيا يواځينۍ لاره امن دى.
هغه وويل زمونږ دصوبې پولې دقبائيلي سيمو اؤ جگړه ځپلي گاونډي هيواد افغانستان سره تړلي دي کوم چې دلته دامن په اړه يو منفي اړخ دى ، خو مونږ به په ټوله صوبه کې دسختو امنيتي انتظاماتو په ذريعه ددغسې چيلنجونو مقابله کوؤ.
هغه وويل دبدعنوانۍ اؤ سرکاري ملازمانو دناهلۍ له امله جرائم پيشه کسانو ته زمونږ په صفونو کې دراننوتو لارې ترلاسه شوي دي.
ښاغلي خټک وويل دترهه گرۍ دمخنيوي په يوې بيلې محکمې جوړولو به په تُندۍ سره کار کولى شي.
وزيراعلي دکاري ډلې دغړو ددې نقطه نظر سره اتفاق وکړو چې سرکاري محکمو اؤ په ځانگړې توگه دپوليسو، سپيشل برانچ اؤ استخباراتي ادارو کې دبدعنوانۍ اؤ سرکاري ملازمانو دنااهلۍ له امله دنورو خرابو ترڅنگ جرائم پيشه عناصرو ته زمونږ په صفونو کې دراننوتلو لارې ترلاسه شوي .
هغه وويل دحکمرانۍ دخراب طرز وخت تير شوى اؤ ټولو سرکاري محکمو ته به په ستونزو دهواري موندلو لپاره موثره گامونه اخستل وي.