شمالي وزيرستان:بمي چاؤدنه کې نهه پوځيان مړۀ اؤ ژوبل شوي

دپاکستان طالبانو دتحريک دمشر حکيم الله محسود د وژل کيدو څخه وروستو پاکستاني طالبانو گواښ کړى ؤ چې هغوئ به د خپل وژل شوي مشر د بدلې اخستو دپاره په امنيتي ځواکونو د بريدونو لړۍ نوره هم

پيښور-دپاکستاني پوځ مطبوعاتي څانگه وائي دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دزيارت په ورځ ترسره شوې يوه بمي چاؤدنه کې دوه عسکر وژل شوي اؤ ٧ نور ژوبل شوي دي.
دسرچينو ترمخه دشمالي وزيرستان په سپين وام نومې سيمه کې دسړک دغاړې دغه بمي چاؤدنه هاغه مهال وشوه کله چې دسيمې څخه دامنيتي ځواکونو يو کاروان تيريدو.
شمالي وزيرستان کې تيره مياشت د بې پائيلوټه امريکايي الوتکې په يو بريد کې دپاکستان طالبانو دتحريک دمشر حکيم الله محسود د وژل کيدو څخه وروستو پاکستاني طالبانو گواښ کړى ؤ چې هغوئ به د خپل وژل شوي مشر د بدلې اخستو دپاره په امنيتي ځواکونو د بريدونو لړۍ نوره هم پراخوي .
شمالي وزيرستان دپاکستان هاغه قبائيلي سيمه ده چې پکې دافغان اؤ امريکائي چارواکو په قول دالقاعده سره تعلق لرونکو په لسگونو جنگيالو خپلې خوندي ځالې جوړي کړي اؤ دغه جنگيالي دپولې پورې غاړې افغانستان کې په بهرنو ځواکونو دبريدونو کولو وروستو بيرته په دغه قبائيلي سيمه کې پناه اخلي.
په تيرو وختونو کې امريکائي چارواکو پاکستان څخه شمالي وزيرستان کې دافغان طالبانو دحقاني نيټ ورک دجنگيالو پشمول دتندلارو په ضد دپوځي عملياتو پيل کولو غوښتنې کړي، خو اسلام اباد دريځ لري چې دغه عمليات به په مناسب وخت اؤ خپلو ملي وسيلو ته په کتلو سره پيل کوي.