شمالي وزيرستان کې نورې نښتې اؤ وژنې

دپوځي سرچينو وينا ده چې عملياتو کې وژل شوي ټول کسان طالب جنگيالي دي ، خو دمقامي خلکو وينا ده چې په هوټلونو کې چې کوم کسان وژل شوي هغه ترهه گر نۀ بلکې دگاډو هاغه ډرائيوران وؤ چې دپوځ لخوا په سيمه کې دکرفيو دلگيدلو څخه وروستو په دغو هوټلونو کې پټ شوي وؤ

پيښور- راپورونه وائي دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دنهې اؤ شورو په مينځ شپه په امنيتي ځواکونو دترسره شوي ځانمرگي بريد څخه وروستو سيمه کې دپوځ لخوا پيل کړل شوؤ کارروائيو کې تر دې مهاله دوژل شوؤ کسانو شميره د٥٠ؤ څخه اوښتې ده.
ديوې تازه کارروايۍ په مهال دپاکستان پوځ دکهجورۍ چيک پوسټ سره نزدې په يو گاډي ناتاره ډزې کړي چې پکې درې کسان وژل شوي دي، دغه پيښه په داسې حال کې رامينځته شوې چې سيمه کې کرفيو لگيدلې وه.
راپورونه وائي د١١ؤ څخه تر يوې بجې ميرعلي سيمه کې کرفيو کې نرمي شوې اؤ مقامي انتظاميې خلکو ته دمړو دپورته کولو اجازت ورکړى.
سرچينې وائي سيمه کې په يو پوځي مرکز دراکټي حملې وروستو امنيتي ځواکونو گوله باري کړې ده ، خو دتندلارو په ضد سيمه کې په لويه پيمانه دعملياتو پيل کولو کومه اشاره نۀ ده ترلاسه شوې.
دمقامي خلکو وينا ده چې وزيرستان تړل شوى اؤ په بنو اؤ خواؤشا سيمو کې گيرو خلکو ته کورونو ته دتللو اجازت نۀ ورکول کيږي.
راپورونه وائي دتندلارو لخوا ميرعلي کې په يو پوځي مرکز دبريد وروستو امنيتي ځواکونو دميرعلي، موسکۍ اؤ ايپي کليو کې په کورونو دتوپو اؤ مارټرو گولۍ ورولي دي اؤ په شکمنو ځائيونو دهيلي کاپټرو څخه هم ډزې شوي دي.
دتيرو دريوؤ ورځو راهسې شمالي وزيرستان کې روانو کارروائيو کې دوژل شوؤ کسانو په اړه معلومه نۀ ده چې هغوي تندلاري دي که اولسي وگړي خو دمقامو خلکو وينا ده پوځي کارروائيو کې په گڼ شمير کې اولسي وگړي وژل شوي دي.
راپورونه وائي ميرعلي کې په کهجورۍ چيک پوسټ ځانمرگي حمله کې دپينځوؤ پوځيانو دوژل کيدو اؤ خواؤشا ٤٠ؤ عسکرو دژوبل کيدو وروستو امنيتي ځواکونو سيمه کې په لويه پيمانه کارروايۍ ترسره کړي دي.
تيره ورځ دسيمې دددوؤ تباه شوؤ هوټلونو دملبې څخه نور څلور مړي هم ترلاسه شوي.
دامنيتي سرچينو وينا ده دغه دواړه ځائيونه تندلارو دمورچو په توگه استعمال کړي وؤ اؤ پوځ يې په ضد ځوابي کارروائي کړې.
دپوځي سرچينو وينا ده چې عملياتو کې وژل شوي ټول کسان طالب جنگيالي دي ، خو دمقامي خلکو وينا ده چې په هوټلونو کې چې کوم کسان وژل شوي هغه ترهه گر نۀ بلکې دگاډو هاغه ډرائيوران وؤ چې دپوځ لخوا په سيمه کې دکرفيو دلگيدلو څخه وروستو په دغو هوټلونو کې پټ شوي وؤ اؤ دکرفيو له ويرې بهر ته دراوتلو جوگه نۀ وؤ.
په سيمه کې دپارليمان يو غړي نذير خان يو بهرني خبري اژانس سره دخبرو په مهال وئيلي دي چې عملياتو کې وژل شوي زياتره کسان اولسي وگړي وؤ اؤ په سيمه کې خلک دسختو ستونزو سره مخ اؤ پخپلو کورونو کې بند پاتې شوي دي.
هغه زياته کړې ده چې دگوله بارۍ له امله په لسگونو کورونه تباه شوي اؤ خلک دخوراک دکمي دستونزې سره هم مخ دي.