دغدارۍ مقدمه کې به په مشرف په لمړۍ جنورۍ فردجرم لگولى شي

عدالت په مشرف دجنورۍ په لمړۍ نيټه دفردجرم لگولو حکم کړى اؤ په ډاگه کړې يې ده چې دراتلونکې پيشۍ په مهال دې عدالت ته دهغه وړاندې کول باوري کړل شي.

پيښور- دائين دشپږمې مادې لاندې په پخواني پوځي واکمن جنرال پرويز مشرف دغدارۍ دمقدمې چلولو لپاره جوړې کړل شوې ځانگړې محکمې دنهې په ورځ دمقدمې اوريدنه دجنورۍ تر لمړۍ نيټې ځنډولې اؤ مشرف دبمي چاؤدنې داطلاع ترلاسه کولو له ويرې عدالت ته په وړاندې کيدو کې ناکامه شوى دى.
عدالت په مشرف دجنورۍ په لمړۍ نيټه دفردجرم لگولو حکم کړى اؤ په ډاگه کړې يې ده چې دراتلونکې پيشۍ په مهال دې عدالت ته دهغه وړاندې کول باوري کړل شي.
په پخواني پوځي صدر دمقدمې پيل کيدل دنهې په ورځ دامنيتي انديښنو له امله وروستو له هغې وځنډول شول کله چې په هاغه سړک بارود ترلاسه شول چې په کوم چې دمشرف عدالت ته د بوتلل کيدو پروگرام ؤ.
وکيل انور منصور خان ځانگړې محکمې ته وئيلي دي وروستو له هغې چې پوليسو ته پينځه کلو گرامه بارود ترلاسه شول پخوانى جنرال به عدالت ته دوړاندې کيدو جوگه نۀ وي.
ددرې کسيز بينچ مشري کوونکي جسټس فيصل عرب وويل هغه دمشرف دصورتحال په ارزښت پوهيږي اؤ دا چې غداري يو ناقابل ضمانت جرم دى.
هغه دمشرف وکيلانو ته وويل دخپل موکل په ذاتي توگه عدالت ته دوړاندې کيدو څخه داستثنا لپاره دې يو درخواست جمع کړي.
دپخواني صدر وکيلانو د١٤ؤ ورځو لپاره داوريدنې دځنډولو درخواست وکړو چې په دې عدالت وويل دقانون لاندې يواځې اووۀ ورځې ورکولى شو اؤ مشرف ته يواځې نن عدالت ته دوړاندې کيدو څخه استثنا ورکولى شي.
همدغه شان دمشرف سينئر وکيل بيرسټر شريف الدين پيرزاده دمقدمې داوريدنې لپاره دججانو په تعيناتۍ نيوکې وکړې ، خو جسټس عرب وويل دغه شان اعتراضونه بايد په ليکلي ډول جمع کړل شي.
داستغاثې وکيل عدالت ته دمشرف دپيش کيدو دحکم جاري کولو درخواست وکړو اؤ زياته يې کړه چې عدالت ته په وړاندې کيدو کې په ناکامۍ دې دمشرف په ضد ناقابل ضمانت وارنټ جاري کړل شي.
دمشرف يو بل وکيل احمد رضا قصوري په دغه موقع پخپل موکل دترسره دوؤ حملو اؤ داسخباراتي معلوماتو له مخې ديوې بلې ممکنه حملې يادونه وکړه، چې په دې جسټس ياور پخواني صدر ته دنننۍ اوريدنې په مهال دپيش کيدو څخه استثنا ورکړه اؤ عدالت دمقدمې اوريدنه دجنورۍ تر لمړۍ نيټې وځنډوله.
دپاکستان حکومت په ١٧م نومبر په پخواني پوځي واکمن جنرال پرويز مشرف دائين دارټيکل شپږم لاندې دغدارۍ دمقدمې دچلولو اعلان کړى ؤ.
په دغه موقع سخت امنيتي تدابير نيول شوي وؤ.
دعدالت دکمې څخه پخواني دپخواني صدر وکيلانو خبريالانو ته وويل دداخله وزارت له لوري دمکمل تحفظ دورکولو دباور پورې پرويز مشرف عدالت ته نۀ شي وړاندې کيدى.
وکيل احمد رضا قصوري وويل دنهې په ورځ خصوصي عدالت کې دپرويز مشرف له لوري ددغه عدالت په بينچ اؤ وفاق له لوري په مقرر کړل شوې استغاثې داعتراضونو دوه درخواستونه هم جمع کړل شي، کوم چې داوريدنې لپاره منظور کړل شوي دي.
هغه وويل دراتلونکې پيشۍ په مهال به لمړى په دغو درخواستونو بحث کيږي اؤ ترڅو چې دقانون مطابق په دغو درخواستونو فيصله نۀ وي شوي ، دغدارۍ مقدمه نۀ شي پيل کيدى.
دپرويز مشرف له لوري دمقررو کړل شوؤ وکيلانو په ډله کې شامل خالد رانجها دريځ خپل کړو چې دوفاق له لوري مقرر کړل شوې استغاثه جانبداره ده.
دمشرف وکيلان دا دريځ هم لري چې خصوصي عدالت پخواني چيف جسټس افتخار چوهدري اؤ وفاقي حکومت په شفاف انداز کې نۀ ؤ جوړ کړى.