مشرف محکمې ته د وړاندې کيدو پځايې هسپتال ته رسؤل شوى

سرچينې وائي دپخواني پوځي سرلښکر جنرال مشرف بهر هيواد ته دعلاج لپاره په ليږل کيدو هم غور روان دى

پيښور- په داسې حال کې چې دپاکستان پخواني پوځي سرلښکر جنرال مشرف ته په هغه دغدارۍ دمقدمې چلولو لپاره جوړې کړل شوې محکمې عدالت ته دوړاندې کيدو امر کړى ؤ د زړۀ د ناروغۍ له امله مشرف هسپتال ته رسول شوى .
محکمې ته په نۀ وړاندې کيدو د پخواني پوځي واکمن پرويز مشرف په ضد محکمې خپله پريکړه محفوظ کړې ده چې ټاکل شوې نن ماديگر به اورولى شي.
سرچينې وائي دپخواني پوځي سرلښکر جنرال مشرف بهر هيواد ته دعلاج لپاره په ليږل کيدو هم غور روان دى، خو کوم بهرني هيواد ته دليږل کيدو پريکړه به دهغه دعلاج کوونکو ډاکټرانو دغوځ راپور مخې ته دراتللو وروستو کولى شي.
دسرچينو په وينا دمشرف کورودانې صهبا مشرف اؤ دهغه لور هم داسلام اباد څخه دپينډۍ دارمډ فورسز انسټيټيوټ اف کارډيالوجي ته بلل شوي دي.
دشورو په ورځ پرويز مشرف وروستو له هغې دراولپينډۍ دوسله والو پوځونو دکارډيالوجي انسټيټيوټ ته وړل شوى چې هغه عدالت ته په تلونکې لاره دزړۀ دتکليف يادونه وکړه.
ډي ائي جي سيکورټي جان محمد ځانگړې محکمه ددغه پيښې څخه خبر کړې ، چې له دې وروستو ججانو دماذيگر تر څلورو بجو ددمې اعلان وکړو اؤ دياد شوي وخت څخه وروستو به مقدمه کې درامينځته شوي دغه پرمختگ په رڼا کې فيصله اوروي.
دپخواني صدر وکيل خالد رانجها دغدارۍ په اړه دمقدمې اوريدونکې ځانگړې محکمې ته وئيلي دپيشۍ لپاره چې پرويز مشرف دخپل کور څخه څنگه راووتو نو په لاره کې ورته دزړۀ تکليف وشو اؤ هغه هسپتال ته يوړل شو.
وائس اف امريکا سره خبرو کې دصفايۍ يو بل وکيل احمد رضا قصوري وويل اوس دپرويز مشرف دتکليف يا ددغه تکليف دوجوهاتو په اړه څه نۀ شي وئيل کيدى.
هغه دا تاثر رد کړى چې گنې دغه هر څه دمقدمې يا دپوځ دپخواني مشر عدالت ته وړاندې کيدو کې دځنډ لپاره شوي دي.
د زيارت په ورځ د مشرف په ضد محکمه کې د غدارۍ دکيس د اوريدو په مهال د مشرف د وکيلانو اؤ سرکاري وکيلانو ترمنځ تند وتيز بحث هم شوى دى.
په دريم نومبر کال ٢٠٠٧م کې پاکستان کې دبيړني حالت پځايې کولو اؤ داعلي عدليې دججانو دنيولو په جرم کې دنواز شريف حکومت دپخواني پوځي سرلښکر جنرال مشرف په ضد دائين دشپږم ارټيکل لاندې په يوه ځانگړې محکمه کې دغدارۍ دمقدمې چلولو پريکړه کړې ده.
خو پخوانى پوځي جنرال دريځ لري چې په هغه چليدونکې دغه مقدمه سياسي تنگ نظري لري ، ځکه چې هيواد کې ايمرجنسي هغه دپوځي سرلښکر په حيثيت کې دهاغه وخت دوزيراعظم ، ټولو صوبو دگورنرانو اؤ نورو اعلي چارواکو سره دليدنې اؤ صلاح مشورو وروستو لگولې وه اؤ دغسې ايمرجنسي لگولو کې دغه ياد شوي چارواکي هم لاس لري اؤ بايد په هغه دغه مقدمه په پوځي عدالت کې وچلول شي.