رابرټ گيټس وائي پاکستان مو چرې هم ائتلافي نۀ دى گڼلى

زۀ پريشانه ؤم چې دپاکستان انټرسروسز انټلي جنس ته معلومه وه اسامه بن لادن چرته ؤ

دامريکا ددفاع پخواني وزير رابرټ گيټس ليکلي دي چې امريکا په ايبټ اباد کې دالقاعده دپخواني مشر اسامه بن لادن په کور دبريد څخه دمخه پاکستان سره دصلاح مشورې په اړه کله هم غور نۀ ؤ کړى ، ځکه چې انديښنه يې لرله دپاکستان استخباراتي شبکه ائي ايس ائي دهغه تحفظ کوي.
د فرض : دجگړې په مهال ديو سکتر ياداښتونه په عنوان رابرټ گيټس پخپل دغه نوي کتاب کې په ډاگه کړې ده چې افغانستان کې د٢٠٠٩م په ټاکنو کې امريکا دافغان صدر حامد کرزي دماتې سره دمخ کولو هڅه کړې وه.
دصدر کرزي دکرسۍ څخه محرومولو لپاره پشي شا روانو دغو هڅو کې هاغه وخت افغانستان اؤ پاکستان لپاره دامريکائي صدر ځانگړې استازي رچرډ هولبروک اؤ په کابل کې دامريکا سفير کارل ايکنبري مرکزي کردار ادا کړى ؤ.
په دغه کتاب کې دپاکستان اؤ امريکا ترمينځ داړيکو يو مايوسه کوونکى عکس راښکل شوى اؤ په ډاگه شوې چې دغه دواړه هيوادونه څنگه کله هم په يو بل باور نۀ کوي، رابرټ گيټس پخپل دغه کتاب کې ليکلي امريکايانو دترهه گرو په ضد جگړې ته پام اړولى اؤ پاکستانيان غواړي په افغانستان کې په هر قيمت خپل اثرورسوخ برقراره وساتي اؤ ځکه خو هغوي دطالبانو سره خپلې اړيکې کله هم نۀ دي ماتې کړي.
رابرټ گيټس ليکي که هرڅو ما دکانگريس اؤ پريس په وړاندې دهغوي دفاع کوله، ترڅو اړيکې دنورو خرابيدو څخه وساتل شي ، خو پوهيدم چې هغوي(پاکستان) دسره ائتلافي ؤ نه.
ايبټ اباد کې دالقاعده دمشر اسامه بن لادن په ضد دترسره شوؤ امريکائي عملياتو په اړه رابرټ گيټس ليکلي کله چې يې مئ ٢٠١١م کې ددغو عملياتو منصوبه بندي کوله ، هغه پريشانه ؤ چې ائي ايس ائي ته دالقاعده دمشر( اسامه بن لادن) اته پته معلومه وه.
گيټس ليکي زۀ پريشانه ؤم چې دپاکستان انټرسروسز انټلي جنس ته معلومه وه اسامه بن لادن چرته ؤ اؤ کيدى شي دهغه په کور ائي ايس ائي زيات ژور نظر ساتلو چې دهغې په اړه مونږ ته نۀ وه معلومه
گيټس وائي تر ټولو بد منظر به دا وى چې پاکستان په لويې شمير کې خپل پوځيان په چټکتيا سره هلته ليږلى شول، زمونږ ډله يې بهر ويستى شوه اؤ هغوي بنديان جوړولى شول.
دايبټ اباد دعملياتو مشر وائس ايډمرل وليم ميک راون گيټس ته وئيلي وؤ که چرې ددغو عملياتو په مهال هغوي دپاکستاني پوځ سره مخ کيږي ، نو امريکائي کمانډوز به وسله غورځوي، ايډمرل هغه ته وئيلي وؤ چې امريکائي عسکر به دودانۍ دننه انتظار کوي کوم پاکستانى به نۀ وژني.