اسلام اباد : دوزيراعظم په مشرۍ غونډه کې دترهه گرو په ضد په کارروايۍ غور

سرچينې وائي دغونډې په مهال هيواد کې داوسنو ترهه گريزو حملو په اړه يو ابتدائي راپور وړاندې کړى شو

راپورونه وائي دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف پلازمينه اسلام اباد کې دزيارت په ورځ دهيواد دموجوده امنيتي صورتحال په اړه دلوړې کچې ديوې غونډې مشري کړې ده.
سرچينې وائي دغه غونډه کې دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف، ډائريکټر جنرل اف ملټري اپريشنز(ډي جي ايم اوز) ميجر جنرال عامر رياض، ددفاع وزير خواجه اصف، داخله وزير چوهدري نثارعلي خان اؤ ډائريکټر جنرل انټرسروسز انټلي جنس( ائي ايس ائي) جنرال ظهيرالاسلام هم برخه اخستې ده.
سرچينې وائي دغونډې په مهال هيواد کې داوسنو ترهه گريزو حملو په اړه يو ابتدائي راپور وړاندې کړى شو، چې پکې هيواد څخه دترهه گرۍ دختمولو لپاره داستخباراتي معلوماتو دنور موثره کولو لوري ته هم پام گرځول شوى.
دپاکستان دانگريزۍ ژبې ورځپاڼه ډان خبر ورکوي چې اسلام اباد کې ترسره شوې دغه مهم غونډه کې وړاندې کړل شوي راپور کې ثبوتونه اوسنو ترهه گريزو حملو کې دبهرنو عناصرو دککړتيا لوري ته اشاره کوي اؤ غونډه کې دترهه گرو په اړه مهمې فيصلې هم شوي دي. له دې وړاندې دپوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف وزيراعظم هاؤس کې نواز شريف سره يو په يو ليدنه هم کړې ده.
دوزيراعظم هاؤس يو وياند وائي چې دپوځ دسرلښکر اؤ وزيراعظم ترمينځ ليدنه کې هيواد کې دترهه گرۍ داوسني بهير په گډون په دقومي ارزښت په معاملو خبرې اترې شوي دي.
سرچينې وائي په دغه موقع ډي جي ايم او ميجر جنرال عامر رياض هم موجود ؤ اؤ زياتوي چې هغه دترهه گرو په ضد دروانو کارروائيو په اړه حال احوال تير کړى دى.
سرچينې وائي غونډه کې دترهه گرو په ضد په ممکنه کارروايۍ غور شوى اؤ وزيراعظم ناز شريف دترهه گرۍ اوسنو پيښو کې دککړو کسانو په اړه حال احوال تير کړل شوى دى.
دتيرې يوې اوونۍ راهسې دپاکستان په بيلا بيلو برخو کې دترهه پيښو اؤ بمي چاؤدنو کې تر ډيره حده تُندي راغلې، چې له دې وروستو دوزيراعظم شريف په حکومت دتندلارو په ضد دپوځي عملياتو پيل کولو لپاره کورنى فشار سيوا شوى دى.
تيره اوونۍ دخيبرپښتونخوا په بنو سيمه کې دامنيتي ځواکونو په يو کاروان دبمي چاؤدنې وروستو راولپينډۍ کې دجي ايچ کيو ترڅنگ هم يو ځانمرگى بريد ترسره شوى اؤ وروستو دبلوچستان مستونگ کې دشيعه زائرينو په يو بس دځانمرگي حملې ترسره کيدو ترڅنگ دخيبرپښتونخوا په چارسده ضلع کې يوه بمي چاؤدنه وشوه اؤ په دغو حملو کې دلسگونو عسکرو ترڅنگ په شلگونو کسان وژل شوي دي.