پيښور: صوبايي حکومت د ملاله يوسفزئ دکتاب د دستورې مخه نيولې ده

سناتور زاهد خان خبريالانو ته پخپل غبرگون کې وئيلي حکومت ځکه د ملاله يوسفزئ د کتاب د مخکتنې مخه نيولې چې هغوئ ويريدل تندلاري به حکومت ته سترگې برندې کړي

پيښور- دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې په پېښور پوهنتون کې دنهې په ورځ د ملالې يوسفزئي د کتاب ائي اېم ملاله د مخ کتنې ټاکل شوې دستوره دخيبرپښتونخوا دحکومت دمداخلت وروستو دپوهنتون لخوا ځنډول شوې ده.
د ملاله يوسفزئي د کتاب د مخ کتنې ددغه د ستورې تابيا باچاخان ايجوکېشن فاؤنډېشن ، سټرنننگ پارټيسپيټرې ارگنائزېشن او ايريا سټډي سنټر(ای اېس سي ) کړې وه.
دپيښور پوهنتون ايريا سټډي سنټر( مرکزي اسيا) په اپريل کال ١٩٧٢م کې فعاليت پيل کړى ؤ اؤ ددغه مرکز بنيادي کار دمرکزي اسيا دخلکو اؤ خاورې په اړه دعلم ورکړه اؤ پلټنې ترسره کول دي.
د ايريا سټډي سنټر مشر سرفراز خان يو نړيوال خبري اژانس سره خبرو کې وئيلي دي ماته ډېرو خلکو چې پکې وزيران ، د پوهنتون وائس چانسلر او پوليس شامل دي د دغه دستورې د نۀ کولو وينا کړې ده
د باچا خان فاؤنډېشن مشرخادم حسېن وائي دماشومانو دحقونو لپاره دغږ پورته کوونکې ملالې يوسفزئي په درناوي کې دجوړيدونکې دغه دستورې ځنډول درايې دڅرگندونې د ازادۍ او تعليم د ودې په ضد گام دى.
خادم حسېن وائس اف امريکا ډيوه راډيو سره خبرو کې زياته کړه د گل په ماښام ورته د پوليس لخوا دغه پيغام ورکړی شوی چې دستورې ته يې د حفاظت دپاره پوليس نه شي ورکولی
دخيبرپښتونخوا صوبې د اطلاعاتو وزير اؤ د صوبايي حکومت وياند شاه فرمان د ملاله يوسفزئ دکتاب دمخکتنې د دستورې د مخې نيولو په اړه وائس اف امريکا ډيوه راډيو ته د حکومتي دريځ روښانه کولو په وخت وويل د سيمه ايزو مطالعاتو د مرکز کار دمرکزي اسياء دخلکو اؤ خاورې په اړه ريسرچ کول اؤ هغه نړۍ ته رسؤل دي اؤ دملاله يوسفزئ کتاب ددغه بنيادي مقصد سره هيڅ تړاؤ نۀ لري.
هغه وويل کۀ چرې پيښور پوهنتون د خپلو اساسي ذمه وارو پځايې دخلکو د کتابونو مخکتنې کول شروع کړي نو سبا به هر څوک راځي اؤ ددغه ادارې د لاندې به خپلې دکتابونو دستورې کوي ځکه صوبايي حکومت د ايريا سټډي سنټر په تابيا دملالې يوسفزئ دکتاب دمخکتنې اجازه نه ده ورکړې.
ديوې پوښتنې په ځواب کې هغه وويل صوبايي حکومت د تعليمي ادارو اؤ علمي مرکزونو په چارو کې بيخي مداخلت نه کوي اؤ نۀ يې تر اوسه د يونينونو مخه نيولې ده خو کۀ چرې يوه اداره خپل بنيادي مقاصد پريږي نو صوبايي حکومت مجبوره دى چې خپلې ذمه وارۍ په ورپه گوته کړي.
شاه فرمان زياته کړه دهغوئ حکومت د ملاله يوسفزئ دخيالاتو يا کتاب په ضد نۀ دى اؤ کۀ څوک په شخصي توگه وغواړي چې ددغه کتاب دستوره په پيښورپريس کلب ، هوټل يا بل کوم عام ځايې کې وکړي نو صوبايي حکومت پرې هيڅ قدغن نۀ لگوي.
خوخيبرصوبه کې د واکمن سياسي گوند پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان په ټوئټر خپل يو پيغام کې وئيلي هغه نۀ پوهيږي چې د خيبرپښتونخوا حکومت ولې د ملاله يوسفزئ د کتاب دمخکتنې د دستورې مخه نيولې ده ؟
عمران خان وئيلي گوند يې د رايې د اظهار په ازادۍ باور لري خو هغه دا نۀ ده واضحه کړې چې د خپل گوند د مشر د دريځ په ضد يې صوبايي حکومت کوم گام اخستى دهغې خلاف به څه رقم ايکشن اخلي ؟
دعوامي نيشنل پارټۍ مرکزي وياند سناتور زاهد خان خبريالانو ته پخپل غبرگون کې وئيلي حکومت ځکه د ملاله يوسفزئ د کتاب د مخکتنې مخه نيولې چې هغوئ ويريدل تندلاري به حکومت ته سترگې برندې کړي.
د سرچينو ترمخه د ای اېس سي مشر سرفراز خان ته اول د جماعت اسلامي سره تعلق لرونکي د صوبې د بلدياتو وزيرعنايت الله خان او بيا د صوبې د واکمنه گوند تحريک انصاف د اطلاعاتو وزيرشاه فرمان ددغه دستورې نه کولو وينا کړې ده.
سرچينې وايي سرفراز خان صوبايي حکومت ته دا خبره هم په ډاگه کړې چې ای اېس سي يو خپل واکه مرکز دی او دا د صوبايې حکومت په اختيار کې نه راځي . خود هغې وروستو د صوبې چارواکو د پوهنتون وائس چانسلر او رجسټرار ته د دستورې نه کولو وينا کړې ده.
څيړونکي په دې خبره حيرانتيا ښکاره کوي چې د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان د زرگونو عامو وگړو،پوځ،پوليسو اؤسياسي فعالينو په وژنه کې د ککړو طالبانو دپاره خو په پيښور کې د دفتر پرانستو غوښتنې کوي خو د جينکو د تعليم د پاره دغږ اوچتونکې مبارزې ملاله يوسفزئ يواځې د کتاب مخکتنه هم په پيښورکې نه شي زغملى.
ملاله يوسفزئي هاغه پاکستانۍ ١٦ کلنه طالب علمه ده چې تيرکال داکتوبر په مياشت کې طالبانو دسوات سرښار مينگوره کې هاغه مهال پسر په گولۍ ويشتې وه کله چې هغه په يو گاډي کې دخپلو نورو ملگرو سره دسکول څخه کور ته ستنيده.