"پاکستان کې طالبان، طالبانو سره په خبرو بوخت دي"

نوموړي زياته کړه د طالبانو مقصد هيڅکله شريعت نه دى بلکې هغوئ غواړي چې د خبرو په ترڅ کې په حکومت خپل بندي مشران خوشي کړي

پيښور- دپاکستان نوميالي قانون دان اؤ دپيپلز پارټۍ سناتور اعتزاز حسن وايي دا ډيره عجيبه خبره ده چې په پاکستان کې د قسمت فيصله داولس کيږي خو ددغه فيصلې دپاره طالبان د طالبانو سره په خبرو بوخت دي.
د نهې په ورځ سينيټ ته د وينا په مهال اعتزاز حسن وويل طالبانو سره چې د جوړ جاړي کومې خبرې روانې دي کۀ چرې حکومت دا گڼله چې دغه خبرې قومي بڼه لري نو پکار وه چې دحکومت له لوري ټاکل شوې کميټۍ کې د نورو ترڅنگ د شيعه ورورولۍ په نمائندگۍ يو تن اؤ د ښځو په نمائندگۍ يوه ښځه هم شامل کړل شوې وه.
هغه وويل دا وخت خو چې حکومت د خبرو دپاره کومه کميټي ټاکلې ده هغې کې پخپله ټول طالبان شامل دي چې قام ترې هيڅ د ښې اميد نۀ شي کولى.
ښاغلي احسن وويل دپاکستان په قبائيلي سيمو کې يواځې ديرش فيصده طالبان دي نورې اويا فيصده د ورانکارۍ پيښې دپاکستان په بيلابيلو سيمو کې کيږي اؤ حتي چې په کراچۍ کې هم د ورانکارۍ کومه پيښه کيږي نو طالبان يې ذمه واري اخلي.
دهغه وينا وه طالبانو سره دخبرو بايد د قومي سوچ لاندې پيل شوى ؤ.
نوموړي زياته کړه د طالبانو مقصد هيڅکله شريعت نه دى بلکې هغوئ غواړي چې د خبرو په ترڅ کې په حکومت خپل بندي مشران خوشي کړي .
دپاکستان حکومت په دې وروستيو کې طالب وسله والو سره خبرو د پاره يوه څلور کسيزه کميټي جوړه کړې ده چې پکې په افغانستان کې د پاکستان پخواني سفير رستم شاه مهمند، د پاکستاني پوځ يو پخوانى افسر ميجر ريټائرډ عامر، نامتو خبريال رحيم الله يوسفزئ اؤ عرفان صديقي شامل دي