ډيره اسماعيل خان کې دپوليو ډلې په حفاظت مامور پوليس وژل شوى

پاکستان په ټوله نړۍ کې دهاغو دريوؤ هيوادونو څخه يو دى ،چرته چې دپوليوک ناروغي په مکمل ډول ختمه شوې نۀ ده، په نورو هيوادونو کې افغانستان اؤ نائجيريا شامل دي.

پيښور- دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې په ډيره اسماعيل خان سيمه کې دنهې په ورځ وسله والو جنگيالو دپوليو په يوه ډله ناتاره ډزې کړي چې له امله يې ددغه ډلې په حفاظت مامور يو پوليس عسکر وژل شوى اؤ بل ژوبل شوى دى.
دپوليسو ترمخه دغه پيښه دډيره اسماعيل خان په پروا نومې سيمه کې هاغه مهال رامينځته شوه کله چې دپوليو دمخنيوي يوه ډله ماشومانو ته په څاڅکو ورکولو بوخت وه.
سرچينې وائي دوسله والو په ډزو دپوليس يو سپاهي وژل شوى اؤ بل ژوبل شوى دى اؤ زياتوي چې وژل شوى عسکر ضلعي هيډکوارټر هسپتال ته رسول شوى دى.
دپيښې وروستو سيمې ته په گڼ شمير کې پوليس عسکر رسيدلي اؤ دشکمنو کسانو دلټونې لپاره يې عمليات پيل کړي دي.
پاکستان په ټوله نړۍ کې دهاغو دريوؤ هيوادونو څخه يو دى ،چرته چې دپوليو ناروغي په مکمل ډول ختمه شوې نۀ ده، په نورو هيوادونو کې افغانستان اؤ نائجيريا شامل دي.
پاکستان کې په نزدې مياشتو کې دپوليو دختمولو هڅو ته سخته ضربه وروستو له هغې رسيدلې چې دهيواد په بيلا بيلو سيمو کې دپوليو په ډلو اؤ دهغوي په حفاظت په مامورو پوليسو خونړۍ حملې ترسره شوي.
دروغتيا نړيوالې ادارې تيره مياشت پيښور په ټوله نړۍ کې دپوليو مرکز بللى ؤ، دډبليو ايچ او ترمخه تيرکال پاکستان کې دپوليو ٩١ کيسونه مخې ته راغلي چې دغه شميره په ٢٠١٢م کې ٥٨ وه.