دافغانستان په اړه غونډه کې برخې اخستو لپاره نواز شريف ترکي ته ځي

دغه دلوړې کچې دمذاکراتو، امنيتي همکارۍ اؤ دافغانستان په معامله داقتصادي پرمختيائي شراکت دارۍ يو مهم پليټ فارم دى.

دافغانستان په چارو انقره کې ٨مه درې فريقي غونډه کې دبرخې اخستو لپاره به دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف د١٢ فرورۍ څخه ١٤ فرورۍ پورې دترکي دوره کوي.
دپاکستان دخارجه دفتر يو وياند په دغه اړه دتفصيلاتو ورکولو په مهال وئيلي دي دغه درې فريقي غونډه کې به دپاکستان، افغانستان اؤ ترکي مشران برخه اخلي اؤ پاکستاني وزيراعظم سره به په دغه موقع دلوړې کچې يو هيئت هم ملگرى وي.
دترکي، افغانستان اؤ پاکستان دغه درې فريقي عمل په ٢٠٠٧م کې پيل شوى ؤ اؤ تيره غونډه دکال ٢٠١٢م ددسمبر په مياشت کې شوې وه.
دغه دلوړې کچې دمذاکراتو، امنيتي همکارۍ اؤ دافغانستان په معامله داقتصادي پرمختيائي شراکت دارۍ يو مهم پليټ فارم دى.
ددرې فريقي اتمې غونډې موضوع داسيا پۀ زړۀ کې برقراره امن دى.
دترکي په انقره کې دغه غونډه افغانستان کې دمهمو سياسي اؤ امنيتي بدلونونو په تناظر کې ترسره کيږي، چې پکې سږکال په ٥م اپريل صدارتي اؤ دولايتي شوراگانو ټاکنې اؤ د٢٠١٤م تر اخره افغانستان څخه دنيټوځواکونو دوتلو عمل شامل دى.
دپاکستان دخارجه دفتر وياندې وئيلي دي چې وزيراعظم نواز شريف دافغانستان د يو خوشحاله ، پرامنه اؤ باثباته گاونډي هيواد په توگه ليدل غواړي.
ويانده وائي دانقرې په غونډه کې دهغه برخه اخستل دنړيوالو شراکت دارانو سره په يوځايې افغانستان کې دثبات دعمل په مضبوطولو کې د مرستې کولو دهڅو برخه ده.
ويانده وائي پاکستان افغانستان کې دامن اؤ جوړجاړي لپاره پرله پسې مرسته کړې اؤ افغانستان کې دتلپاتې امن، ثبات اؤ پرمختيا لپاره نړيوالې ورورولۍ اؤ افغانستان سره په کار کولو ژمن دى.
ټاکل شوې ده ددغه غونډې په مهال به پاکستانى وزيراعظم دترکي صدر عبدالله گل ، وزيراعظم طيب اردگان اؤ افغان صدر حامد کرزي سره ليدنې کوي.
دغونډې په مهال به دپاکستاني وزيراعظم په هيئت کې شامل لوړپوړي غړي هم دخپلو سيالانو سره ليدنې کوي.