بلوچستان : عملياتو کې څلور جنگيالي وژل شوي

بلوچستان کې بيلتون خوښې ډلې دپاکستان دمرکزي حکومت څخه دصوبې څخه ترلاسه کيدونکو قدرتي وسيلو کې دزياتې برخې ترلاسه کولو لپاره وسله والې هلې ځلې کوي

پيښور- دپاکستان دناقراره صوبې بلوچستان په ډيره بگټي سيمه کې دزيارت په ورځ دامنيتي ځواکونو لخوا ترسره شوؤ عملياتو کې څلور جنگيالي وژل شوي دي.
دفرنټئير کور( ايف سي) دوياند ترمخه امنيتي ځواکونو دډيره بگټي څخه ٤٠ کلو ميټره لرې په چپ گړهـ سيمه کې عمليات ترسره کول چې دوسله والو له لوري پرې ډزې وشوې.
هغه وويل چې دامنيتي ځواکونو په ځوابي کارروايۍ کې څلور جنگيالي وژل شوي دي.
وياند دعوه کړې ده چې ددغو عملياتو په مهال امنيتي ځواکونو په دروند مقدار کې وسله ، بارود اؤ دريل دپاټلۍ تباه کولو لپاره استعماليدونکي بمونه هم لاسته راوړي دي.
بلوچستان کې بيلتون خوښې ډلې دپاکستان دمرکزي حکومت څخه دصوبې څخه ترلاسه کيدونکو قدرتي وسيلو کې دزياتې برخې ترلاسه کولو لپاره وسله والې هلې ځلې کوي اؤ په تيرو وختونو کې دغو ډلو په امنيتي ځواکونو اؤ حکومتي تنصيباتو دبريدونو پړه په غاړه اخستې ده.