طالبانو اوربند دپاره حکومت ته خپل شرطونه په ډاگه کړي

شاهدالله شاهد وويل که چرې حکومت دهغوي کميټۍ ته باور ورکړي چې غوښتنې به يې پوره کړل شي نو اوربند ته رسيدى شي.

قبائيلي سيمه مومند ايجنسۍ کې د٢٣ؤ پاکستاني پوځيانو دوژنې ددعوې کولو وروستو غيرقانوني گرځول شوې تندروه ډلې تحريک طالبان پاکستان دشورو په ورځ دپاکستان حکومت سره داوربند لپاره خپل شرطونه مخې ته راوړي دي.
دکوم نامعلوم مقام څخه ميډيا سره خبرو کې دتحريک طالبان پاکستان وياند شاهدالله شاهد داوربند لپاره دشرطونو دبيانولو په ترڅ کې وويل دټي ټي پي دغړو وژنه اؤ دهغوي مړي غورځول دې په سمدستي توگه اودرول شي.
هغه وويل زمونږ جنگيالي دپوليسو په جعلي مقابلو کې په نخښه کولى نيولى اؤ وژلى شي. اؤ زياته يې کړه حکومتي کميټي دې زمونږ کميټۍ ته باور ورکړي چې دغه عمل به په سمدستي توگه اودرولى شي.
شاهدالله شاهد وويل که چرې حکومت دهغوي کميټۍ ته باور ورکړي چې غوښتنې به يې پوره کړل شي نو اوربند ته رسيدى شي.
دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ دجوړي جاړي خبرې روانه اوونۍ کې وروستو له هغې اودريدې چې طالبانو مهمند ايجنسۍ کې د٢٣ؤ ايف سي دعسکرو دژنې دعوه وکړه اؤ وې وئيل دغه عسکر يې دامنيتي ځواکونو لخوا دخپلو بندي ملگرو دوژلو اؤ په مختلفو ځائيونو کې دهغوي دمړو دغورځولو وروستو دانتقام په توگه ووژل.
خو دميډيا راپورونو کې دنوم نۀ څرگندولو په شرط پاکستاني امنيتي چارواکو وئيلي چې دطالبانو لخوا لگول شوي دغه رقم تورونه بې اساسه دي اؤ هغوي دخپلو ناوړه هلو ځلو لپاره جواز لټوي.
دطالبانو له لوري د٢٣ؤ عسکرو دوژنې ددعوې وروستو حکومتي مذاکراتي کميټۍ دطالبانو ډلې سره دهيواد بيلا بيلو سيمو کې دتشدد دپيښو داودرولو دباور ورکولو پورې دهرشان مذاکراتو نۀ کولو اعلان کړى.