دپاکستان د جنگي الوتکو بمبارۍ کې ٢٧ جنگيالي وژل شوي

چارواکي وايي دغه بريدونه د شمالي وزيرستان په شوال اؤ دته خيل تحصيلونو کې شوي چرته چې تندلارو خپلې ځالې جوړې کړې وې اؤ ځان وژونکي يې تربيه کول.

ارشد مهمند
دافغانستان د پولې ترڅنگ دپاکستان قبائيلي سيمو شمالي اؤ جنوبي وزيرستان کې دپاکستان جنگي الوتکو يو وارې بيا د تندروه ياغيانو شکمنې ځالې په نخښه کړي چې پکې لږ تر لږه ٢٧ تندلاري وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې د تندلارو په ضد د ممکنه پوځي عملياتو پيل کيدو له ويرې د سيمې څخه په زرگونو کورنو محفوظو مقاماتو ته کډې کول پيل کړي دي.
دنهې په ورځ د سيمې څخه سرچينو وائس اف امريکا ډيوه راډيو ته وئيلي دغو تندروه ياغيانو دشمالي اؤ جنوبي وزيرستان ترمينڅه د روزنې يو مزکز جوړ کړى ؤ چې دغلته به يې د ځان وژونکو بريدونو منصوبې جوړولې.
سرچينې وايي د پاکستاني پوځ د جنگي الوتکو لخوا د تندلارو په ځالو شوې گوله بارۍ کې ١٥ تندلاري په جنوبي اؤ ١٢په شمالي وزيرستان کې وژل شوي دي.
چارواکي وايي دغه بريدونه د شمالي وزيرستان په شوال اؤ دته خيل تحصيلونو کې شوي چرته چې تندلارو خپلې ځالې جوړې کړې وې اؤ ځان وژونکي يې تربيه کول.
له دې وړاندې د اتوار په ورځ هم دپاکستاني پوځ جيټ الوتکو دشمالي وزيرستان په بيلابيلو سيمو کې د تندلارو يو شمير ځالې په نخښه کړې وې چې پکې ٣٥پورې جنگيالي وژل شوي اؤ گڼ شمير نور ژوبل شوي وؤ.
په قبائيلي سيمو شمالي وزيرستان، جنوبي وزيرستان اؤ خيبرايجنسۍ کې د تندلارو په ضد پاکستاني پوځ دغه نا اعلانه عمليات وروستو له هغې پيل کړي چې د مهمند ايجنسۍ د طالبانو لخوا د پاکستاني مليشې د ٢٣ؤ تښتول شوؤ عسکرو د وژنې څخه وروستو د پاکستان دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ د سولې خبرې په ټپه ودريدلي دي.
دبهرنو چارو په هکله د پاکستان د وزيراعظم صلاح کار سرتاج عزيز د گل په ورځ وئيلي وؤ د نهې په ورځ د مرکزي کابينې کيدونکې غونډه کې به شمالي وزيرستان کې د پټو تندلارو په ضد د پوځي عملياتو پيل کولو په اړه صلاح مشورې کولى شي.