پاکستان کې د قومي سلامتۍ نوې تگلاره پارليمان ته وړاندې کړل شوې ده

دکورنو چارو وزير وويل د تيرو ديارلسو کالو څخه هيواد د کړکيچنو حالاتو سره مخ دى ،په دغه موده کې څلور حکومتونه راغلل اؤ لاړل خو د وضعيت ښه والي ته يې پام ونۀ گرځولو

دپاکستان د کورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان د شورو په ورځ د قومي سلامتۍ پاليسي قومي اسمبلۍ ته وړاندې کړې ده اؤ وئيلي يې دي چې د استخباراتو شريکولو دپاره به هيواد کې گډ استخباراتي مرکز جوړولى شي.
خو دپاکستان په قومي اسمبلۍ کې د مخالفې ډلې مشر سيد خورشيد شاه وايي د قومي سلامتۍ نوې پاليسۍ اؤ ددې سپيناوي نور ابهام هم پيدا کړى چې حکومت هيواد کې د امنيت ټينگولو دپاره په هيڅ رقم غوڅه پريکړه کولو باندې نۀ دى توانيدلى.
دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان د نوې تگلارې وړاندې کولو په مهال پارليمان ته وويل د امريکا څخه وروستو پاکستان کې ترټولو زياتې استخباراتي شبکې دي چې شميره يې ٢٦ؤ ته رسي خو ددې پوځي اؤ غيرپوځي استخباراتي شبکو ترمينځ تماسونه نۀ شته اؤ معلومات يو بل سره نۀ شي شريکولى .
دقومي سلامتي دنوې تگلارې په اړه دکورنو چارو وزير وويل "ددې پاليسۍ لمړۍ برخه به پټه ساتل کيږي چې دهغې تعلق د امنيتي پاليسۍ د انتظامي چارو سره دى ،دوهم پړاؤ يې ستراتيجک چې څنگه بايد موجوده حالاتو کې په وړاندې گامونه واخستل شي اؤ هم ددې د پاره مذاکرات کيږي"
هغه وويل سټراټيجک برخه کې څو لارې مخې ته راغلي لکه دا چې کۀ د ديارلسو کالو نه خبره څنگه روانه ده بايد هغې روانه وي ، دوهمه د خبرو لاره ، دريمه مذاکرات دي اؤ څلورمه لار دخبرو سره سره د پوځي عملياتو ده.
ښاغلي نثار وويل د پاليسۍ دريمه برخه د استخباراتو د شريکولو اؤ غوره کولو ده
دکورنو چارو وزير وويل د تيرو ديارلسو کالو څخه هيواد د کړکيچنو حالاتو سره مخ دى ،په دغه موده کې څلور حکومتونه راغلل اؤ لاړل خو د وضعيت ښه والي ته يې پام ونۀ گرځولو خو موجوده حکومت په اخلاص سره ټولو چارو ته پام گرځولى دي .
نوموړي وويل هيواد کې دامنيت پځايي کولو دپاره لمړى حکومت د خبرو اترو لاره خپله کړه، دعلماؤ کميټي يې جوړه کړه اؤ دسياسي گوندونو پارليماني مشران يې په اعتماد کې واخستل خو د حکيم الله محسود د وژنې څخه وروستو د مذاکراتو دغه لړۍ وشليده اؤ په وړاندې لا نۀ ړه.
هغه وويل له دې وروستو حکومت تندلارو سره پټې خبرې پيل کړې چې ډيرې گټورې وې خو د بنو د پيښې څخه وروستو پريکړه وشوه چې اوس به نورې پټې خبرې نۀ کيږي اؤ دغسې دمذاکراتو دپاره يوه بله کميټي جوړه کړى شوه چې تر اوولسو ورځو يې کار وکړو.
داخله وزير وويل په کراچۍ کې د پوليس عسکرو اؤ مهمند ايجنسۍ کې د ٢٣ؤ مليشه عسکرو د وژل کيدو څڅه وروستو وليدل شوه چې دمذاکراتو په مهال داړي گړي پيښې ساعت په ساعت سيواکيدلې ځکه وزيراعظم پخپله وويل چې "بس ډيره وشوه"
چوهدري نثار وويل حکومت پريکړه کړې چې کۀ د پاکستان په هره برخه کې د ترهگرۍ پيښه رامينځته کيږي نو دهغې ځواب به مونږ د ورانکارو په مرکز کې هغوئ ته ورکوؤ.
هغه وويل ترهگري يوازې دپاکستان امن ته گواښ نه دى بلکې دا دهيواد د وجود اؤ مستقبل مسله ده ځکه نو سياسي اؤ گوندونه اؤ ميډيا بايد دامنيت پځايې کولو دپاره د حکومت مټې پياوړې کړي.
دکورنو چارو وزير وويل د ترهگرۍ د مخنيوي دپاره به يو چټک ځواک جوړولى شي چې هرهغه به هره صوبه کې د پوليس ماتحت وي.
نوموړي وويل دامنيت پځايې کولو دپاره کۀ مذاکرات پکار وؤ اؤ کۀ پوځي عمليات هغه به دسياسي اتفاق له لارې کيږي.
په دغه موقع دحزب اختلاف مشر خورشيد شاه وويل چې حکومت تندلارو سره دمذاکراتو کيدونکو هڅو کې اپوزيشن په باور کې نۀ اخلي اؤ زياته يې کړه چې دحزب اختلاف گوندونه دملک اؤ قام دبقاء لپاره په هره هڅه کې دملاتړ لپاره تيار دي.
دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف هم په دغه مهال ايوان کې موجود ؤ اؤ هغه دحزب اختلاف دمشر دتحفظاتو دلرې کولو باور ورکړو اؤ وې وئيل چې په قومي معاملو به دهر تجويز هرکلى کولى شي.