پيښور —
دپاکستان جنوبي پنجاب په بيټ مير هزار سيمه کې د جنسي تشدد ښکارشوې هاغه پيغله طالبعلمه چې د ملزم سره د پوليس د سازباز خلاف يې د زيارت په ورځ احتجاً په ځان اور لگولى ؤ د جمعې په ورځ مړه شوې ده.
د ميډيا راپورونو له مخې دغه طالبعلمه چې دزيارت په ورځ د سوزيدو څخه وروستو په سخت زخمي حالت کې د ملتان نشتر هسپتال ته رسؤل شوې وه دغلته يې د زخمونو توان رانه وړو اؤ ساه يې ورکړې ده. د جنوبي پنجاب د مظفرگړهـ ښار څخه څلويښت کلو ميټره لرې د بيټ ميرهزار په سيمه کې دجنسي تشدد ښکار شوې د يوولسم جماعت طالبعلمې تيره ورځ د پوليس د هاغه رپورټ په ضد د احتجاج کولو په ترڅ کې ځان سوزولى ؤ چې دميډيا راپورونو له مخې له امله يې په دغه پيښه کې د ککړ ملزم په ضمانت کې مرسته شوې وه.
د سرچينو ويناده ملزم اؤ دهغه څلورو ملگرو په دغه اتلس کلنې طالبعلمې سره په يوه خوشې علاقه کې هغه وخت جنسي تيرى کړى ؤ کله چې په پينځمه جنورۍ هغه د خپل کالج څخه کور ته روانه وه. وروستو پوليس ددغه پيښې مقدمه درج کړې وه اؤ د زيارت په ورځ چې کله يوې سيمه ايزه محکمې ددغه پيښې د مرکزي ملزم ضمانت منظور کړو نو دغه طالبعلمه دميټ مير هزار دپوليسو تاڼې ته ورسيده اؤ دغلته يې پوليس ته احتجاج وکړو چې هغوئ د کيس په پلټنو کې د ملزم طرفداري کړې ده چې له دې امله ملزم په ضمانت خوشى شو. وروستو دغې پيغلې د پوليسو د تاټې مخې ته په ځان پټرول وشيندل اؤ په ځان يې اور ولگولو.
د سوزيدو څخه وروستو دغه طالبعلمه د ځينو لاروؤ اؤ پوليسو په مرسته لمړى جتويي اؤ بيا د ملتان نشتر هسپتال ته رسؤل شوې وه .دنشتر هسپتال د يو چارواکي ډاکټر شوکت ملک له مخې ددغه جينۍ اتيا فيصده وجود سوزيدلى ؤ اؤ طبي ماهرين وايي چې کله ديو انسان د وجود پينځوس فيصده برخه په اور وسوزي د هغه د ژوندي پاتې کيدو جانس ډير کم پاتې کيږي.
په پاکستان کې د زنا په حقله کوم قانونه دي او په دغه قانونو کې کوم مشکلات دي. د ډیوه خبریال حمیدالله پدی اړه د ځنو قانون پوهانو سره خبری کړي تاسو ېي هم اوریدې شۍ.

Your browser doesn’t support HTML5
Hamedullah Report on Rape Cases and laws in Pakistan