پاکستان کې يو ځل بيا روژه په بيلابيلو ورځو ويشل شوې

دمرکزي رويت هلال کميټۍ مشر مفتي منيب الرحمان اعلان کړى ؤ چې په ټول ملک کې د روژې مياشت نۀ ده ليدل شوې

په پاکستان کې د نور کله پشان سږ کال يو ځل بيا روژه ويشل شوې اؤ دمياشت ليدنې د حکومتي کميټۍ لخوا په هيواد کې د گل په ورځ د لمړۍ روژې داعلان کولو وروستو د پيښور په قاسم علي خان جومات کې د علماؤ کميټۍ اعلان کړى چې د رمضان د مياشت ليدنې په حواله ورته څلويښت شهادتونه ترلاسه شوي ځکه نو د اتوار په ورځ به لمړۍ روژه وي.

په متحده عرب اماراتو اؤ نورو خليجي هيوادونو بحرين،کويت کې به هم داتوار په ورځ لمړۍ روژه وي.

د پيښور په قاسم علي خان جماعت کې د مقامي علماؤ د غونډې وروستو د شپې ناوخته مفتي شهاب الدين پوپلزئ ميډيا ته وويل چې د بنو څخه ورته د رمضان دمياشتې د ليدو په اړه درې، هنگونه اته،تنگي نه دولس ،ترناب فارم نه درې اؤ شاهي بالا نه دوه شهادتونه ترلاسه شوي اؤ د ټولو قابل اعتبار اؤ شرعي شهادتونو شميره څلويښتو ته رسيدلې ده ځکه هو علماؤ پريکړه وکړه چې داتوار په ورځ به حقه روژه وي.

خو د خيبرپښتونخوا حکومت د قاسم علي خان جومات څخه شوى دغه اعلان رد کړى اؤ د صوبې د مذهبي چارو وزير حبيب الرحمان ميډيا ته وئيلي چې حکومت يواځې دمياشت ليدنې دمرکزي کمټې فيصله مني اؤ مرکزي کميټۍ د پريکړې په اساس به صوبه کې د گل په ورځ لمړۍ روژه وي .

له دې وړاندې د پاکستان دمرکزي رويت هلال کميټۍ مشر مفتي منيب الرحمان اعلان کړى ؤ چې په ټول ملک کې د روژې مياشت نۀ ده ليدل شوې چې له دې امله به د گل په ورځ په هيواد کې لمړۍ روژه وي.

په پاکستان کې هر کال د روژې اؤ اختر د مياشتو د ليدو په اړه د مرکزي رويت هلال کميټۍ اؤ د قاسم علي خان جماعت تر مينځ اختلافات ليدل کيږي خو په صوبه کې دعوامي نيشنل پارټۍ دتير د حکومت په مهال به صوبايي حکومت هم د مرکز د فيصلې منلو پځايې د قاسم علي خان جماعت په اعلان روژه اؤ اختر کولو .

بايد وويل شي د خيبرپښتونخوا د هزارې اؤ سوات سيمو څخه پرته زياتره سيمو کې عوام د قاسم علي خان جومات په اعلان روژه اؤ اختر کوي په ځينو قبائيلي سيمو کې د سعودي عرب د اعلان په اساس روژه اؤ اختر نمانځل کيږي چې له دې امله اکثره په پاکستان کې روژه اؤ اختر ويشل شوى وي.