خيال محمد استاذ ژوندى دى ، د مرگ افواه يې حقيقت نۀ لري: انورخيال

انور خيال وايي هر چا چې د خيال محمد د مرگ په هکله دغه دروغ خپارۀ کړي دي مونږ اؤ د خيال محمد ټولو مينه والو ته يې سخت تکليف رسؤلى دى

د پښتو د نوميالي سندرغاړې خيال محمد استاذ د مرگ په هکله چې د خالي په ورځ کومه افواه خوره شوې ده د خيال محمد استاذ مشر زوئ اؤ وتلي هنرمند انور خيال دغه افواه سختۍ سره رد کړې اؤ وايي خيال محمد استاد د وړاندې په نسبت اوس د خپلې ناروغۍ نه ډير ښه شوى دى.

د خالي په سحر په سوشل ميډيا اؤ عامه توگه داسې افواه خوره شوې وه چې گنې استاد خيال محمد د ورپيښې ناروغۍ له امله وفات شوى دى.

د خيال محمد استاذ مشر زوئ انور خيال وايي هر چا چې د خيال محمد د مرگ په هکله دغه دروغ خپارۀ کړي دي مونږ اؤ د خيال محمد ټولو مينه والو ته يې سخت تکليف رسؤلى دى .

وائس اف امريکه ډيوه راډيو سره خبرو کې انورخيال زياته کړه د خيال محمد صحت د وړاندې په نسبت زيات ښۀ شوى دى، کښيني ،پاڅي ، خوراک کوي ، خلکو سره خبرې اترې اؤ مشغولتيا کوي البته د صحت د لا ښه کيدو دپاره يې د ډاکټر اؤ دوائيانو عمل هم روان دى.

انور خيال وويل لږه شيبه وړاندې د خپل پلار سره ناست ؤ اؤ خبرې اترې يې ورسره کولې خو بيا ورته خيال محمد استاد په دې وئيلو سره رخصت ورکړو چې انوره کۀ ته ځې لاړ شه ، زۀ لگې پښې غځوم

انور خيال نه چې مو کله خيال محمد استاذ سره دخبرو خواهش څرگند کړو نو وئ وئيل ولې نه جناب ! شل ځل به مو ورسره ستاسو خبرې کړې وې خو کۀ دا وخت زۀ بازار کې نۀ ووم

خيال محمد استاد دشلمې صدۍ دپښتو تر ټولو ستر سندرغاړى اؤ د غزل شهنشاه گڼل کيږي چې د تيرې څه مودې راهسې د فالج په ناروغۍ په کټ غورځولى دى .

هغه د پښتنو د مشهورې قبيلې اپريدو په ملک دين خيلو کې په کال 1946ء کې زيږيدلى اؤ د کال 1957ء څخه د سندرو په وئيلو شروع کړې ده.

په زرگونو فلمي سندرې، بدلې اؤ غزلې يې وئيلي اؤ دپاکستان د حکومت لخوا دغوره فني خدماتو په اعتراف کې د صدارتي ايوارډ گټلو ترڅنگ يې گڼ شمير ايوارډونه اؤ سندونه ترلاسه کړي دي.