لاهور هائيکورټ تحريک انصاف په غيرائيني توگه مارچ نه منعې کړى

دپاکستان تحريک انصاف وکيل وايي په ١٤م اگست د پي ټي ايي لخوا کيدونکى ازادي مارچ غيرائيني نۀ دى

دپاکستان دلاهورهائيکورټ دشورو په ورځ دخپل يو لنډ حکم له لارې پاکستان تحريک انصاف اؤ پاکستان عوامي تحريک په غيرائيني طريقه دمارچ يا احتجاج کولو نه منعې کړي دي.خو دپاکستان تحريک انصاف وکيل وايي په ١٤م اگست د پي ټي ايي لخوا کيدونکى ازادي مارچ غيرائيني نۀ دى.

دپاکستان تحريک انصاف دازادي مارچ په اړه فيصله دجسټس خالد مقبول په مشرۍ دلاهورهائيکورټ درې کسيز بينچ اورولې ده.

تحريک انصاف دزيارت په ورځ دپاکستان پلازمينه اسلام اباد کې دموجوده وزيراعظم نواز شريف دحکومت دتختې تر اوړيدو دلويې مارچ اؤ احتجاج پلان لري.

عمران خان تور لگوي چې د٢٠١٣م په انتخاباتو کې پاکستان مسلم ليگ(ن) دهاغه وخت دچيف جسټس افتخار چوهدري اؤ انتخاباتي کميشن په ملگرتيا په لويه پيمانه درغلي اؤ ټگي کړې وه اؤ دوزيراعظم نواز شريف نه داستعفي غوښتنه اؤبيا دسره دانتخاباتو کولو غوښتنه کوي.

خو نواز شريف تيره شپه قام ته په ريډيو اؤ ټي وي خپله وينا کې د٢٠١٣م انتخاباتو شفاف وگرځول اؤ په دغه اړه يې دتورونو دپلټنو لپاره دسترې محکمې چيف جسټس ته ددرې کسيز کميشن جوړولو درخواست وکړو.

خو عمران خان نواز شريف څخه غوښتنه وکړه چې لمړى دې استعفي ورکړي اؤ بيا دې انتخاباتو کې دټگۍ دتورونو تحقيقات وکړي.

عدالت پخپله لنډه فيصله کې وئيلي دي چې په موجوده حالاتو کې په غيرائيني طريقې سره داحتجاج يا مارچ اجازت نۀ شي ورکړل کيدى.

عدالت پخپله دغه فيصله کې دټول پنجاب نه دکنټينرو لرې کولو فيصله هم پځايې ساتلې ده.

دعدالتي فيصلې ترمخه دازادۍ دورځې دتقدس اؤ په ملک کې دغيريقيني اؤ کړکيچن صورتحال په تناظر کې پي ټي ائي اؤ پى اى ټي په اسلام اباد کې دازادي مارچ، انقلاب مارچ اؤ په غيرائيني توگه ددهرنې نه منعې کولى شي

داوريدنې په مهال اټارني جنرل ددليلونو ورکولو په ترڅ کې وويل چې دتحريک انصاف مارچ په هرصورت کې ملکي سالميت ته نقصان رسولى شي ځکه چې هغوي به دسفارتي علاقو سره نزدې احتجاج کوي کومه چې يوه نړيواله ستونزه جوړيدى شي.

اټارني جنرل عدالت ته وويل وزيراعظم څو ځله تحريک انصاف سره درابطې کوشش وکړو اؤ ورته يې دمذاکراتو وړانديز هم کړى خو تحريک انصاف دڅه قسمه مذاکراتو نه انکار کړى اؤ يواځې دوزيراعظم داستعفي غوښتنه کوي کومه چې غيرائيني ده ځکه چې وزيراعظم ديو مينډيټ په ذريعه منتخب شوى.

دتحريک انصاف وکيل احمد اويس ددليلونو ورکولو په مهال وويل دازادۍ مارچ به پرامن وي اؤ پکې به يوه پاڼه هم لۀ بوټي نه غورځيږي ځکه چې تحريک انصاف له دې وړاندې هم احتجاج اؤ مارچ کړى چې پکې کوم نقصان نۀ دى شوى.

ددواړو خواؤ ددليلونو اوريدو وروستو عدالت دفيصلې اورولو سره اسلام اباد کې تحريک انصاف دغيرائيني دهرنې ورکولو نه منعې کړو.

دعدالتي حکم ترمخه هرهاغه مارچ چې دبدامنۍ سبب جوړيږي يا غيرائيني وي اجازت يې نشته اؤ زياتوي چې دهرنې منعې دي.

دلاهورهائيکورټ دپاکستان عوامي تحريک دمشر طاهرالقادري دنيولو په اړه درخواست هم رد کړى.

اسلام اباد کې دازادۍ دورځې په موقع دپي ټي ائي دازادي مارچ خلاف درخواست عدالت کې ديو وگړي لخوا جمع کړل شوى ؤ.

خو بل لوري ته دپاکستان تحريک انصاف وکيل احمد اويس دعدالت نه بهر ميډيا ته وئيلي چې دعمران خان مارچ غيرائيني نۀ دى.

په عين حال کې ايډيشنل اټارني جنرل نصير بهټا وئيلي دي چې لانگ مارچ اؤ دهرنې غيرائيني دي اؤ حکومت ددې دمخنيوي لپاره ټولې ذريعې استعمالولى شي.

دپاکستان تحريک انصاف قيادت له په سمدستي ډول نۀ ده واضحه کړې چې ددغه عدالتي حکم څخه وروستو به خپل مارچ ځنډوي که نه ؟

د خيبرپښتونخوا د حکومت د ثقافت وزيراؤ د تحريک انصاف يو مشر شاه فرمان نه چې مو کله د عدالتي پريکړې په اړه نظر وغوښتو نو وئ وئيل د خپلو مشرانو سره له مشورې وروستو به د خپل گوند دريځ روښانه کړي