چوهدري نثاراؤ شهباز شريف جنرل شريف سره ليدلي

دميډيا راپورونه وائي ددغه ليدنې په مهال اتفاق شوى چې دپاکستان تحريک انصاف اؤ پاکستان عوامي تحريک دغوښتنو لپاره به دغو دواړو گوندونو سره مذاکرات شروع کولى شي.

سرچينې وائي دپاکستان داخله وزير چوهدري نثارعلي خان اؤ دپنجاب وزيراعلي شهباز شريف دگل په ورځ دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف سره ليدلي اؤ ورسره يې دملک په تازه سياسي صورتحال خبرې اترې کړي دي.

دميډيا راپورونه وائي ددغه ليدنې په مهال اتفاق شوى چې دپاکستان تحريک انصاف اؤ پاکستان عوامي تحريک دغوښتنو لپاره به دغو دواړو گوندونو سره مذاکرات شروع کولى شي.

سرچينې وائي دپوځ سرلښکر چوهدري نثار اؤ شهباز شريف سره اسلام اباد کې دپي ټي ائي په ازادي اؤ اؤ دپي اى ټي په انقلاب مارچ خبرې کړي.

پوځي اؤ سياسي مشرانو ددغه ليدنې په مهال دنورو معاملو ترڅنگ دملک په امنيتي چارو هم بحث کړى دى.

جنرل راحيل سره دواکمن گوند دغو دواړو مشرانو په داسې حال کې ليدنه کړې چې دپي ټي ائي اؤ پي اى ټي کارکوونکي اسلام اباد کې حکومت خلاف احتجاجي لاريون کوي اؤ دپي ټي ائي مشر داتوار ماسخوتن کارکوونکو ته په خطاب کې دسول نافرمانۍ تحريک اعلان کړى دى.

عمران خان اؤ طاهرالقادري دواړو وزيراعظم نواز شريف نه داستعفي غوښتنه کړې اؤ ورته يې مهلتونه ورکړي ، خو دواکمن گوند مسلم ليگ(ن) قيادت وزيراعظم داستعفي دغه غوښتنې مسترد کړي دي.

دپنجاب حکومت دلاهور په ماډل ټاؤن سيمه کې دمنهاج القران سيکرټريټ لوري ته غځيدلې ټولې لارې تړلي دي.

راپورونه وائي دواکمن گوند ځينې غړي انديښنه لري چې کيدى شي دغو مظاهرينو ته دملک دطاقتور پوځ ملاتړ ترلاسه وي خو پوځ په سياست کې مداخلت ردوي.