په رياستي ادارو دحملوپسر دپي ټي ائي ١٠٠ کارکوونکي زندان ته اچول شوي

عدالتي احاطه کې خبريالانو سره دخبرو په مهال داسلام اباد د پوليسو انسپکټر جنرل( ائي جي) طاهر اسلم مظاهرينو ته په فوري توگه دخوريدو وينا کړې ده.

حکومت مخالفه سياسې گوندونو پاکستان تحريک انصاف اؤ پاکستان عوامي تحريک دخالي په ورځ حکومت سره وروستو له هغې دخبرو نه انکار کړى چې په اسلام اباد کې يو عدالت ددغو گوندونو ١٠٠ کارکوونکي دپي ټي وي په گډون په رياستي ادارو دحملو اؤ دفعه ١٤٤ په خلاف ورزۍ کولو داډيالې جيل ته د١٤ؤ ورځو په جوډيشل ريمانډ وليږل.

عدالتي احاطه کې خبريالانو سره دخبرو په مهال داسلام اباد د پوليسو انسپکټر جنرل( ائي جي) طاهر اسلم مظاهرينو ته په فوري توگه دخوريدو وينا کړې ده.

هغه وويل دپي ټي ائي دمظاهرينو له لوري دپاريدلو باوجود پوليس دصبر اؤ زغم مظاهره کوي.

هغه د١٤٤ دسپيناوي کولو په ترڅ کې وويل چې ديادې شوې دفعې لاندې دپينځوؤ نه دزياتو کسانو يوځايې ته راټوليدل منعې دي.

هغه وويل چې "" دپي ټي ائي کارکوونکو اؤ مشرانو عندليب عباسي اؤ عارف علوي په ايف -٨ کې دډسټرکټ کورټس سره نزدې دبندي خانې گاډي اودرول اؤ دبنديانو دخوشې کولو غوښتنه يې کوله.

دپوليسو مشر وويل چې ددفعه ١٤٤ لاندې دراټولو شوؤ خلکو خورول دپوليس فرض دى اؤ خبردارى يې ورکړو چې پوليس به دمظاهرينو خلاف دطاقت استعمال هم کوي.

داسلام اباد دپوليسو ترمخه په جوډيشل ريمانډ دلگول شوؤ ١٠٠ؤ کسانو نه د٩١ تعلق دپاکستان تحريک انصاف سره دى اؤ پاتې دپى اى ټي کارکوونکي دي، چې ددفعه ١٤٤ خلاف ورزۍ يې کړې وه اؤ وروستو ونيول شول.

پوليسو دپي ټي ائي يو مشر اعظم سواتى هم نيول څوک چې دمظاهرينو سره موجود ؤ اؤ دهغوي دپارولو هڅه يې کوله.

سرچينې وائي په گڼ شمير کې دپي ټي ائي کارکوونکي دپوليسو ديو گاډي نه تاؤ شوي وؤ اؤ دهغې دټائرونو نه يې هوا وويسته، په دغه گاډي کې دپي ټي ائي نيول شوي کارکوونکي ناست وؤ.

يو پريس کانفرنس ته دخطاب په وخت دپي ټي ائي جنرل سيکرټري جهانگيرترين دخالي په ورځ وويل دهغه گوند پنجاب کې دپي ټي ائي دکارکوونکو دنيولو نه پس حکومت سره مذاکرات ختم کړي.

هغه تور ولگولو چې ټوله پنجاب صوبه دترهه گرو مرکز جوړ شوى اؤ زياته يې کړه چې عدليه دې دپي ټي ائي دکارکوونکو دنيولو هم نوټس واخلي، جهانگيرترين وويل گوند به يې دخپلو کارکوونکو نيول نۀ زغمي.

دپاکستان پلازمينه اسلام اباد کې دتحريک انصاف اؤ عوامي تحريک کارکوونکي دتيرې يوې مياشتې راهسې دپارليمان نه بهر په احتجاج بوخت دي اؤ دوزيراعظم نوازشريف نه داستعفي غوښتنه کوي.

دتحريک انصاف مشر عمران خان تور لگوي چې نوازشريف دتيرکال په عامو انتخاباتو کې په دهاندلۍ کولو سره اقتدار ته رسيدلى اؤ دعوامي تحريک مشر طاهرالقادري دانقلاب دنعرې په لگولو سره دغلته دخپلو پلويانو سره موجود دى اؤ دوزيراعظم، پنجاب دوزيراعلي ،قومي اؤ ټولو صوبائي اسمبلو دماتولو غوښتنه کوي.

وزيراعظم نواز شريف انتخاباتو کې ددهاندلۍ دتورونو تحقيقاتو لپاره ديو عدالتي کميشن جوړولو تجويز هم وړاندې کړى خو دتحريک انصاف مشر وائي دروڼ انده اؤ ازادو ټولټاکنو لپاره لمړى دوزيراعظم استعفا ضروري دى.

دعمران خان په دغه غوښتنه نوازشريف وائي چې هغه دملک دکروړونو اولس منتخب وزيراعظم دى اؤ په يو صورت کې به هم استعفي نۀ ورکوي.