افغانستان: اولسي وگړو څلور طالب جنگيالي په ونه پسې تيزندي کړي

دغه څلور طالب جنگيالي اولسي وگړو وروستو له هغې تيزندي کړي چې طالبانو په سيمه کې دتيرې يوې اوونۍ راهسې د١٠٠ؤ نه زيات خلک ووژل اؤ دغزني دمرستيال والي محمد علي احمدي په قول په دغو کسانو کې طالبانو د١٢ؤ نه دزياتو خلکو نه سرونه هم پرې کړي دي.

چارواکي وائي دخالي په ورځ دافغانستان په غزني ولايت کې ديو کلي اوسيدونکو څلور طالبان نيولي اؤ په يوه ونه پسې يې تيزندي کړي دي.

دافغانستان دغزني په اجرستان اولسوالۍ کې امنيتي ځواکونه په شپږمه ورځ طالبانو سره په جگړه بوخت دي.

دغه څلور طالب جنگيالي اولسي وگړو وروستو له هغې تيزندي کړي چې طالبانو په سيمه کې دتيرې يوې اوونۍ راهسې د١٠٠ؤ نه زيات خلک ووژل اؤ دغزني دمرستيال والي محمد علي احمدي په قول په دغو کسانو کې طالبانو د١٢ؤ نه دزياتو خلکو نه سرونه هم پرې کړي دي.

په داسې حال کې چې بهرني ځواکونه دسږکال په اخره کې افغانستان څخه دوتلو تيارۍ کوي اؤ دافغان چارواکو دنيوکو نه پس دطالبانو خلاف دافغانستان بيلا بيلو برخو کې امريکائي فضائي حملو کې کمى راغلى ددغه صورتحال نه په گټې اخستو سره طالبان دملک مختلفو سيمو کې خپلې پښې مضبوطوي اؤ دغزني په اجرستان اولسوالۍ کې يې نزدې ٧٠ کورونه سوځولي دي.

محمدعلي احمد وائي چې شپږ ورځې وړاندې خواؤشا ٧٠٠ؤ طالب جنگيالو دغه حمله پيل کړې خو دافغان عسکرو دورسيدو اؤ دنيټو فضائي حملو دخطرې په وجه تر دې مهاله اجرستان اولسوالي دطالبانو لاسونو ته نۀ ده پريوتې اؤ دخالي په ورځ هم دغلته نښته روانه وه.

داحمدي وينا ده چې څلور نيول شوي طالبان په ارزکائي کلي کې مقامي اوسيدونکو ته سپارل شوي وؤ خو دا نۀ ده په ډاگه چې دغه څلور واړه کسان ددغه کلي اوسيدونکو ته چا ولې سپارلي دي؟

احمدي زياتوي چې پوليسو اؤ پوځ ته دکمانډوز اؤ فضائي مرسته دجمعې په ورځ ترلاسه وه اؤ زياته يې کړه چې که هر څو دائتلافي ځواکونو جنگي الوتکې په هوا کې موجودې وې خو اولسي وگړو ته دمرگ ژوبلې اوښتو په وجه يې بمباري ونۀ کړه.

دسږکال په اخره کې افغانستان نه دبهرنو ځواکونو دوتلو نه پس به مقامي ځواکونو ته دائتلافي ځواکونو فضائي ملاتړ ورکړل کيدل هم اودريږي.

افغانستان نه دبهرنو ځواکونو دوتلو سره به په ٢٠٠١م کې هاغه امريکائي مشن پايې ته ورسيږي چې په نتيجه کې يې دطالبانو دحکومت تخته اوړيدلې وه، دغو طالبانو داسلامي تعليماتو په سخته تشريح عمل کولو اؤ دهغوي په ضد امريکائي کارروائي وروستو له هغې شروع شوې وه چې امريکا کې دنائن اليون دحملو نه پس هغوي امريکا ته دالقاعده دمشر اسامه بن لادن دسپارلو نه انکار وکړو.

په نزدې مياشتو کې دطالب جنگيالو حوصلې وروستو له هغې هم لوړې شوې وې چې په افغانستان کې دجون په مياشت کې دترسره شوؤ صدارتي انتخاباتو په نتيجو لانجې سرراپورته کړو، دغه بحران ددوؤ صدارتي کانديدانوډاکټر عبدالله اؤ اشرف غني ترمينځ داقتدار دشراکت په يو تړون دلاسليک کولو سره حل شو چې ترمخه به يې دگل په ورځ غني دصدر اؤ عبدالله دچيف ايگزيکټيو په توگه لوړه وکړي.