کابل کې دوه چاؤدنې،٧ عسکر ژوبل

ددغه حملې ذمه واري په يو بيان کې طالبانو په غاړه اخستې ده.

دافغانستان ددفاع د وزارت وياند ظاهر عظيمي وائي چې پايتخت کابل کې دپوځيانو په راوړونکي يو بس دريموټ کنټرول بم چاؤدنه شوې چې پکې ٧ عسکر ژوبل شوي دي دي.

ددغه حملې ذمه واري په يو بيان کې طالبانو په غاړه اخستې ده.

درائيټرز خبري ادارې ترمخه دنهې په ورځ پايخت کابل کې يوه بله درنه چاؤدنه هم شوې چې ورسره سيمه کې کورونه جړقيدلي خو دا نۀ ده په ډاگه شوې چې ددغه چاؤدنې نوعيت څه دى اؤ يا چاته پکې کومه مرگ ژوبله اوښتې که نه؟

دکابل دپوليسو وياند حشمت ستانکزۍ وئيلي دي چې دپيښې ځايې ته پلټونکي ليږل شوي خو په دغه اړه نور معلومات نۀ لري.

په داسې حال کې چې دسږکال په اخره کې دديارلس کلنې جگړې وروستو افغانستان څخه بهرني جنگي عسکر دوتلو تيارۍ کوي کابل کې دطالبانو اؤ نورو تندلارو له لوري چاؤدنو کې اضافه راغلې ده.

يوه ورځ دمخه هم ښار کې يوه مقناطيسي بم چاؤدنه کې دوه امريکائي عسکر وژل شوي وؤ.