امريکا دپاکستان له لوري دپيښور دسانحې وروستو دترهه گرو دتيزندي کولو په معامله دلا تعلقۍ څرگندونه کړې اؤ وئيلي يې دي چې دا دپاکستان کورنۍ معامله ده.
دامريکا دخارجه محکمې مرستيالې وياندې ميري هارف دحال احوال تيرولو په مهال ويل چې دمرگ دسزا څخه بنديز پورته کولو اؤ دترهه گرو دتيزندي کولو پريکړه په بشپړ ډول دپاکستاني حکومت ده اؤ دې کې دامريکا کردار نشته.
اخوا اروپائي اتحاديې دپاکستان له لوري دمرگ دسزا څخه دبنديز پورته کولو غندنه کړې اؤ دمرگ په سزادبنديز دبحالولو غوښتنه يې کړې ده.
پاکستان کې داروپائي اتحاديې دمشن له لوري جاري شوي بيان کې دپيښور دپيښې په اړه وئيل شوي دغم په دې وخت کې پاکستان سره دي خو مجرمانو ته دمرگ دسزا ورکولو پلوي نۀ دي اؤ گڼي چې دترهه گرۍ په ضد جگړه کې دمرگ سزا ورکول موثره وسله نۀ ده.
دپيښور دپيښې وروستو وزيراعظم هيواد کې ترهه گرو ته دمرگ دسزا څخه بنديز پورته کولو منظوري ورکړې وه چې له دې وروستو تر دې مهاله پاکستان کې شپږ مجرمان تيزندي کړل شوي دي.