کانگريس دې دداعش په ضد دکارروايۍ منظوري ورکړي،صدراوباما

دنهې په ماښام دکانگريس ددواړو ايوانونو گډې غونډې ته د کليزې” اسټيټ اف دي يونين “ وينا په مهال صدر اوباما وويل دهغه هيواد دخپل لارښوونې دکردار اؤ پوځي طاقت له لارې عراق اؤ شام کې دداعش د پرمختگ په برياليتوب سره مخنيوى کوي.

دامريکا صدر براک اوباما په کانگريس زور راوړى چې دهغه حکومت ته دې مينځني ختيز کې دفعاله تندروه ډلې دولت اسلاميه( داعش) په ضد دطاقت داستعمالولو اجازه ورکړي.

دنهې په ماښام دکانگريس ددواړو ايوانونو گډې غونډې ته د کليزې اسټيټ اف دي يونين وينا په مهال صدر اوباما وويل دهغه هيواد دخپل لارښوونې دکردار اؤ پوځي طاقت له لارې عراق اؤ شام کې دداعش د پرمختگ په برياليتوب سره مخنيوى کوي.

هغه وويل امريکا يوې بلې ځمکنۍ جگړې ته دوردانگلو پځايې مينځني ختيز کې دداعش دزور ماتولو اؤ تباه کولو لپاره يو داسې بين المللي ائتلاف جوړ کړو چې پکې عرب هيوادونه هم شامل دي.

صدر اوباما وويل دهغه انتظاميه شام کې هم دحزب اختلاف دگڼو مينځ لارو ډلو اؤ نړۍ کې دتشدد څخه دډکې انتها خوښۍ په ضد دهلو ځلو کوونکو خلکو مرسته کوي، هغه وويل دامريکا ددې هڅو دنتيجو راوتلو کې به يو څه وخت لگي خو باور لري چې دغه هڅې به بريالۍ کيږي.

شام اؤ عراق کې ددولت اسلاميه په ضد دامريکا پوځي عمليات دتيرو پينځوؤ مياشتو راهسې روان دي خو کانگريس تر دې مهاله په باضابطه توگه ددې منظوري نۀ ده ورکړې.

صدر اوباما وويل غواړي چې کانگريس ددولت اسلاميه په ضد دامريکائي پوځي کارروايۍ منظورۍ ورکولو سره نړۍ ته دا پيغام ورکړي چې امريکا دتندلاريتوب په ضد يو موټى ده.

کانگريس ته پخپله شپږمه سټيټ اف دي يونين وينا کې دامريکا صدر دامريکا په د کورني صورتحال، خارجه تگلاره، امريکائي معيشت اؤ دخپل صدارت په پاتې دوه کلنه موده کې دخپل حکومت دترجيحاتو په گډون په گڼو معاملو، ستونزو، هدفونو اؤ دخپل حکومت دبرياليتوبونو يادونه وکړه.

دهغه دوينا اوريدو لپاره کيپټل هل کې دامريکائي سينيټ اؤ استازو دايوان دغړو ترڅنگ مرستيال صدر جوبائيډن، لمړۍ ميرمن مشيل اوباما، دامريکائي سپريم کورټ جج، پوځي قيادت، گڼ مهم شخصيات اؤ دهيواد دمختلفو ابادو، نسلونو اؤ طبقو استازي عام امريکائي وگړي هم موجود وؤ.

خپله وينا کې صدر اوباما وويل امريکا په هوښيارتيا سره نړيواله ورورولۍ کې خپل دلارښوونې کردار ادا کوي.

هغه وويل دنائن اليون څخه وروستو دا لمړۍ اسټيټ اف دي يونين وينا ده چې په دې مهال افغانستان کې دامريکا پوځي مشن پايې ته رسيدلى دى خو دافغان جگړې دخاتمې باوجود به امريکا ټوله نړۍ کې ترهه گرو پسې ورځي.

امريکائي صدر په ډاگه کړه چې په امريکا نړۍ کې دکوم ځايې څخه هم دترهه گريزو بريدونو خطره وي هلته واشنگټن پخپله دکارروايۍ حق لري.

هغه وويل امريکا ټوله نړۍ کې دترهه گر سره دمخ خلکو سره ملاتړې ده که دغه ترهه گري دپاکستان سکول کې وي اؤ که دفرانس په سړکونو

امريکائي صدر دبهرنۍ تگلارې ديادونې په ترڅ کې وويل په ايران دنورو اقتصادي بنديزونو لگولو سره دجوهري لانجې حل لپاره روانې سفارت کارۍ ته دزيان رسيدو انديښنه.