د ۲۱ ائيني بدلون په ضد خواست دابتدائي اورېدنې دپاره منظورشوی

خواست د لاهورهائيکورټ بار اېسوسي اېشن لخوا شوی ؤ ، چې پکې وئيل شوي د پوځي عدالتونو جوړول د ائين سره په ټکر دي .

د پاکستان سترې محکمې په وروستيو کې د پارليمان د دواړو اېوانونو څخه منظور کړی شوي ۲۱ ائيني بدلون لاندې د پوځي عدالتونو جوړېدو په ضد عدالت ته شوی خواست د ابتدائي اورېدنې دپاره منظور کړی دی .

د سترې محکمې د مشر قاضي ناصرالملک په مشرۍ به درې کسيزه بنچ د روانې مياشتې په ۲۸م نېټه د خواست اورېدنه کوي ، او په ابتدائي اورېدنه کې به بنچ پرېکړه کوي چې خواست د اورېدنې قابل دی او که نا .

دغه خواست د لاهورهائيکورټ بار اېسوسي اېشن لخوا شوی ؤ ، چې پکې وئيل شوي د پوځي عدالتونو جوړول د ائين سره په ټکر دي .

پېښور کې په سکول د طالبانو د بريد وروستو په ملک کې د ترهگرو په ضد د مقدمو چلولو دپاره د پوځي عدالتونو جوړولو پرېکړه شوې وه .

او د پارليمان دواړو اېوانونو د ۲۱م ائيني بدلون د لارې په ملک کې د پوځي عدالتونو د جوړولو د منظورۍ سره پوځي اېکټ کې هم د بدلون منظوري ورکړې وه .

د حکومت دريز دی ، چې پوځي عدالتونه د دوه کلونو دپاره جوړولی شي ، او په دغو عدالتونو کې به يواځې ترهگرۍ کې د ککړو کسانو په ضد مقدمې چلولی شي .

د پوځ ترمخه په لمړۍ مرحله کې ملک نهه پوځي عدالتونه جوړولی شي ، چې په هغو کې درې درې په پنجاب او خېبرپښتونخوا صوبه ، دوه په سندهـ او يو به په بلوچستان صوبه کې جوړلی شي .

حکومت وايي چې د يو باقاعده عمل وروستو به مقدمې پوځي عدالتونو ته لېږلی شي .

وزيراعظم نوازشريف وئيلي چې ملک دا وخت د غېرمعمولي حالاتو نه تېريږي ځکه د دې دپاره د غېرمعمولي گامونو پورته کولو ضرورت دی .