د بنگله دېش پلازمينه ډهاکه کې نامالومو کسانو هغه ياد امريکايی بلاگر وژلی دی ، چا چې به د مذهبي بنياد پرستو ، انتهاپسندو په ضد ليکل کول .
د پوليسو په وينا امريکايي بلاگر اويجيت روئ او د هغه ښځه رافيدااحمد باندې د زيارت په ورځ ناوخته هغه مهال حمله شوې وه ، چې کله دويې په ډهاکه يونيورسټۍ کې د کتابونو د مېلې څخه بيرته روان ؤ .
د پوليس ترمخه رافيدااحمد په دغې حمله کې سخته ژوبله شوې .
د بنگله دېش ورځپاڼې سټار د رپورټ ترمخه حمله کوؤنکو د خلکو په وړاندې بريد کړی ، ولې د حملې ښکار جوړې بچ کولو ته څوک نه دي رامخکې شوي .
راپورونه واي حمله کوؤنکو په بلاگر او د هغه په ښځه په تېرو چاکوانو او ټوکو گوزارونه کړي دي .
د بريد پړه چا په غاړه نه د اخيستې .
د اويجيت روئ ورور وئيلي ، روئ يې مشر ورور ؤ او په بنگله دېش کې زېږېدلی ؤ . هغه يوه مياشت وړاندې بنگله دېش ته تلی او راتلونکې مياشت کې بيرته امريکې ته تلو .
مسلمان ملک بنگله دېش کې له دې وړاندې هم په دغه رنگ ليکوالو باندې بريدونه شوي دي .
د پېښې چې تراوسه پورې چا زمه واري نه قبوله کړې ، خو د تفتيشي افسرانو په وينا دويې يقين لري چې د دغې حملې زمه وار مذهبي جنونيان دي .