دترهه گرو ترڅنگ به دهغوي سهولت کار هم ختموؤ،نوازشريف

مدينه منوره کې پاکستاني کميونټۍ ته دوينا په مهال پاکستاني وزيراعظم وويل چې دپاکستان امن خرابونکي به يو صورت کې هم نۀ شي زغملى

دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف وئيلي دي چې دپاکستان دښه والي لپاره هر گام پورته کوي اؤ دترهه گرو ترڅنگ به دهغوي سهولت کار هم ختمولى شي.

دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف وئيلي دي چې دپاکستان دښه والي لپاره هر گام پورته کوي اؤ دترهه گرو ترڅنگ به دهغوي سهولت کار هم ختمولى شي.

مدينه منوره کې پاکستاني کميونټۍ ته دوينا په مهال پاکستاني وزيراعظم وويل چې دپاکستان امن خرابونکي به يو صورت کې هم نۀ شي زغملى اؤزياته يې کړه چې په ترهه گرۍ دقابو موندلو لپاره دحکومت له لوري جرائتمندانه پريکړې وشوې دکوم په تناظر کې چې دترهه گرۍ دمکملې خاتمې لپاره شمالي وزيرستان کې ضرب عضب عمليات پيل کړى شول ، په کوم کې چې دهيواد وسله والو پوځونو مهم برياليتوبونه کړي دي.

تيرکال په ١٦م دسمبر پيښور کې په ارمي پبلک سکول دترهه گرو دحملې څخه وروستو دپاکستان حکومت دهيواد دپوځ اؤ سياسي اؤ مذهبي گوندونو سره په گډه دترهه گرۍ دمخنيوي لپاره قومي ايکشن پلان جوړ کړى دکوم لاندې چې ائين اؤ ارمي ايکټ کې په بدلون کولو سره په ترهه گرو دمقدمو چلولو لپاره پوځي عدالتونه جوړ اؤ ورته ائيني تحفظ ورکړل شوى اؤ دغو عدالتونو ته دحکومت په وينا تر دې مهاله ٢٠ کيسونه ليږل شوي دي.

چارواکي وائي چې ددسمبر دمياشتې څخه راپديخوا دقومي ايکشن پلان لاندې دپاکستان په بيلا بيلو ښارونو کې دقانون نافذونکو ادارو له لوري ترسره شوؤ کارروائيو کې تر دې مهاله د١٠ؤ زرو څخه زيات شکمن کسان نيول شوي دي.

پيښور کې دپوځ په تابيا په چليدونکي سکول دحملې څخه وروستو نۀ يواځې دا چې حکومت هيواد کې د٢٠٠٨م څخه په تيزندۍ لگيدلى بنديز پورته کړو اؤ دهيواد په بيلا بيلو ښارونو کې گڼ مجرمان تيزندي کړل بلکې پوځ دهيواد په قبائيلي سيمو شمالي وزيرستان اؤ خيبرايجنسۍ کې دوړاندې څخه روانو عملياتو کې هم تُندي راوستې.

وزيراعظم نواز شريف وويل ددې ترڅنگ دټولو سياسي گوندونو په اتفاق سره ارمي ايکټ کې هم بدلون وکړى شو اؤ زياته يې کړه چې دموثرو حکومتي گامونو له امله دکراچۍ حالات هم په تُندۍ سره دښه والي په لوري روان دي اؤ که چرې تيرو وختونو کې په وخت پريکړې شوى وى نو نن به هغوي ددغسې چيلنجونو سره نۀ مخ کيدل خو پخه اراده يې کړې چې کراچۍ کې به دامن رڼاگانې بحالوي.

نوازشريف وويل دافغانستان صدر اشرف غني سره په بيلا بيلو چارو هم اهنگي لري اؤ افغانستان سره اړيکو کې ښه والى هم راغلى ، خو هند سره په گډه پوله دډزو په پيښه يې دانديښنې څرگندونه وکړه.

وزيراعظم نواز شريف سمندرپورې پاکستانيانو ته زيرى ورکړو چې راتلونکو دريوؤ کلونو کې به هيواد څخه دبجلۍ لوډشيډنگ په مکمل ډول ختموي اؤ کال ٢٠١٧م پورې به ١٠ زره ميگاواټه بجلي سيسټم کې شامله شي چې ورسره به هيواد کې دترقۍ نورې لارې پرانستل شي، هغه وويل حکومت به داصلاحاتو له لارې دواکمنۍ طرز کې نور هم ښه والى راولي.