کراچۍ: چاؤدنه کې درينجرز دوه عسکر ووژل شول

راپورونه وائي دکراچۍ دنارتهـ ناظم اباد په قلندري چوک کې درينجرز ځواکونو يو گاډى په گزمه بوخت ؤ چې په دغه مهال پرې يوه درنه چاؤدنه وشوه

دپاکستان دسندهـ صوبې سرښار کراچۍ کې دجمعې په ماښام درينجرز ځواکونو په گاډي ترسره شوې بمي چاؤدنه کې دوه درينجرز عسکر وژل شوي اؤ يو ژوبل شوى دى.

راپورونه وائي دکراچۍ دنارتهـ ناظم اباد په قلندري چوک کې درينجرز ځواکونو يو گاډى په گزمه بوخت ؤ چې په دغه مهال پرې يوه درنه چاؤدنه وشوه چې پکې په ابتدائي توگه درې درينجرز عسکر ژوبل شول اؤ هسپتال ته درسول کيدو په مهال دهغوي څخه دوؤ لاره کې ساه ورکړه، دوژل شوؤ عسکرو نومونه قاسم اؤ يار محمد ښودل شوي دي، دغه چاؤدنه کې دوه اولسي وگړي ژوبل شوي هم دي.

ددې حملې ذمه واري چا په غاړه نۀ ده اخستې خو درينجرز په ځواکونو دغه حمله وروستو له هغې شوې چې کراچۍ کې دايم کيو ايم په هيډکوارټرز دنائن زيرو لخوا څو ورځې وړاندې چاپه ووهل شوه.

دغه چاؤدنه دومره زورداره وه چې غږ يې دښار په لرې پرتو سيمو کې هم اوريدل شوى اؤ دچاؤدنې وروستو سيمه کې سخته ويره ترهه خوره شوې ده.

له دې وړاندې نن دکراچۍ پاکستان چوک سره نزدې ديو جومات څخه بهر شوې چاؤدنه کې هم دوه کسان وژل شوي وؤ.

په رينجرز ځواکونو کراچۍ کې دغه حمله په داسې حال کې شوې چې څو ورځې وړاندې درينجرز ځواکونو ښار کې دسياسي ډلې ايم کيو ايم په هيډکوارټرز نائن زيرو چاپه ووهله اؤ ددغه ځايې څخه يې دهدفي وژونکو، مجرمانو اؤ غيرقانوني وسلې دنيولو دعوه وکړه ، دکوم څخه وروستو چې په لندن کې ميشت دايم کيو ايم مشر الطاف حسين درينجرز ځواکونو ته گواښونه وکړل اؤ رينجرز ځواکونو دايم کيو ايم دمشر په ضد مقدمه درج کړه.

دميډيا راپورونه وائي چې درينجرز ځواکونو لخوا کراچۍ کې دايم کيو ايم په هيډکوارټرز نائن زيرو دچاپې وهل کيدو څخه وروستو ښار کې تر ډيره حده هدفي وژنو کې کمى راغلى.