افغان مُلا اؤ نور کابل کې دښځې دسوزولو دفاع کوي

دپاريدلو خلکو لخوا په وهلو ، وهلو دوژل کيدو وروستو ددغه ښځې وجود په اور سوځول شوى ؤ اؤ وروستو اوبو ته غورځول شوى ؤ.

خبري ادارې رائيټرز پخپل يو راپور کې وئيلي دي چې يو افغان مُلا اؤ دپوليس يو چارواکي تيره ورځ کابل کې دپاريدلو خلکو لخوا په شکمنه توگه دقران پاک دسوځولو پسر ديوې ښځې دوژلو اؤ سوځولو دفاع کړې ده.

دپاريدلو خلکو لخوا په وهلو ، وهلو دوژل کيدو وروستو ددغه ښځې وجود په اور سوځول شوى ؤ اؤ وروستو اوبو ته غورځول شوى ؤ.

درائيټرز ترمخه دا هم نۀ ده په ډاگه چې ايا دغه ښځې په اصل کې قران پاک سوځولى ؤ اؤ که نه خودکابل په يو جومات کې دجمعې دنمونځ په مهال په لاؤډ سپيکر يو مُلا په خطبه کې په خلکو غږ وکړو چې هغوي دخپلو اسلامي عقيدو ددفاع کولو په هر قيمت حق لري.

دوزيراکبر خان جومات مُلا وائي زۀ حکومت ته خبردارى ورکووم چې چادغسې وکړل(دښځې سوځول) هغوي دې نۀ نيسي ځکه چې ددې مطلب به بغاوت وي

يو بل تن چې ددغه ښځې په وژلو کې يې برخه اخستې دسماجي رابطو په ويب پاڼه فيس بُک يې وئيلي دکابل متقي خلکو، زما په گډون، هغه ووژله اؤ بيا يې وسوځوله، دهغه ځايې دوزخ دى

دکابل دپوليسو دمشر په دفتر کې يو وياند هم ددغه ښځې وژنه پځايې بولي اؤ وائي دغه ښځې په ارادي توگه داسلام سپکاوى کړى.

حشمت ستانکزئ دخپل فيسُپک په پاڼه ليکي دې( شخص) لکه دنورو غيرمسلمو فکر کولو چې په دغه شان عمل اؤ سپکاوي سره به دامريکا يا اروپائي وگړيتوب ترلاسه کړي، خو خپل هدف ته له رسيدو وړاندې يې خپل ژوند بائيلو

دافغان صدر اشرف غني دفتر وائي چې ددغه وژنې پلټنه به دداخله وزارت اؤ مذهبي سکالرانو يوه کميټي کوي.

داشرف غني بيان کې وئيل شوي هيچا ته دا اجازت نشته چې دځان څخه قاضي جوړ کړي اؤ نورو ته دسزا ورگولو لپاره تشدد استعمال کړي

بيان کې دا هم وئيل شوي دي چې حکومت دهرهاغه عمل په سختو ټکو کې غندنه کوي چې قران پاک اؤ اسلامي قدرونو ته سپکاوى لري

له دې وړاندې هم څو کرته افغانستان کې دقران پاک دسپکاوي په پيښو په زرگونو خلک راپاريدلي، کال ٢٠١١م کې پاريدلو خلکو وروستو له هغې اووۀ دملگرو ملتونو دعملې کسان وژلي وؤ چې يو امريکائي پادري قران پاک سوځولى ؤ.