د پاکستان بیان نه وروستو په عدن یمن کې دپاکستانيانو په کورنو حملې او دړکې

په یمن کې د روانې جگړې دلاسه په عدن ښاریه کې څلور سوه پاکستانیان د خطرې سره مخ کړي دي – په عدن کې د بشري حقونو نړيواله سازمان سارم برني ویلفیر ټرسټ نماینده شاه زين ډیوه ریډیو ته د عدن ښار نه په ټليفون ویلي دي څلور سوه پاکستانیان د تیرو څلور ورځو راهسې په خپلو کورونو کې قید دي او بهر په لارو کې وسله په لاس خلق گرځي- شاه زين واېي د پاکستان لخوا په جگړه کې د سعودي عربستان د جمبې د اعلان نه وروستو د دویې ژوند ته خطر سوا شوې دی- شاه زین واېي یواځينۍ لاره ورسره دا پاتې کیږي چې سبا له باجود د سختو خطرو د عدن ښاریه پریږدي او مُقله ښار پله روان شي- هلته نه دوېي د پاکستان په جهازونو کې خپل هیواد ته د ستنیدو په اميد دي- په عدن کې گیرو پاکستانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي-

د شاه زین سره د ډیوه ریډیو د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه رحمان بونیري خبرې اترې کړي دلته یې اوریدلې شئ -

Your browser doesn’t support HTML5

شاه زین د رحمان بونیري سره په ارود کې مرکه د پښتو ترجمې سره