دروس دبحري ټرالر دډوبيدو له امله ٥٤ کسان مړۀ

امدادي کارکوونکي وائي ددالني ووستو نومې ماهيانو نيولو ټرالر کې ناست کې ٦٣ کسان بچ کړى شوي

دروس يو بحري ټرالر دبحرالکاحل په لويديزه برخه کې ډوب شوى چې له امله يې لږ ترلږه ٥٤ کسان مړۀ شوي اؤ گڼ شمير نور بې درکه شوي دي.

دغه پيښه دزيارت په سحر بحيره اخوتسک کې دجزيرې پشان کمچاتکا سره نزدې رامينځته شوې ، چرته چې دچارواکو ترمخه دعملې په گډون د١٣٢ؤ کسانو سره دغه ټرالر ډوب شو.

امدادي کارکوونکي وائي ددالني ووستو نومې ماهيانو نيولو ټرالر کې ناست کې ٦٣ کسان بچ کړى شوي اؤ ١٥ اوس هم بې درکه دي، سيمه کې د٢٥ؤ څخه زياتې کشتۍ دلټې اؤ امدادي هلو ځلو کې بوختې دي.

تر دې مهاله ددغه ټرالر دډوبيدو وجوهات نۀ دي معلوم شوي، دروس خبري ادارې انټرفيکس ترمخه دپيښې څخه دمخه ټرالر دخطرې اشارې ورکړې وې.

سمندري جهاز کې دناستو ١٣٢ؤ کسانو څخه د٧٨ؤ تعلق روس ، د٤٢ؤ ميانمر ا دنورو تعلق ليټويا، يوکرين اؤ وانواتوشى سره ښودلى شي.