په يمن کې د صدرعبدالربو منصورهادي د پلويانو د حملو وروستو حوثي ياغيان د عدن ښار د مرکز په گډون د يو شمېر علاقو نه په شا تمبول شوي دي .
د سويلي يمن سره تعلق لرونکو د صدرهادي پلويانو قبائيلو او حوثي ياغيانو ترمينځ د جمعې په ورځ د عدن ښار په منځنوعلاقو کې تودې نښتې شوي دي .
راپورونه وايي حکومت پلوه جنگيالو ته د سعودي عرب په مشرۍ د جوړ عرب اتحاد د جنگي الوتکو مرسته هم حاصله وه ، او جنگي الوتکو په ښار کې د ياغيانو په ولقه کې گېرو علاقو باندې د جمعې په ورځ بمباري جاري ساتلې ده .
د اتحادي الوتکو او قبائيلو د پرله پسې حملو وروستو حوثي ياغيان د جمعې د ماښام پورې د عدن د زياتو علاقو نه شاته کړی شوي وو . ياغيانو صدارتي ماڼۍ هم پرېښودې ده په کومه چې هغويې تېره قبضه اچولې وه .
د عدن گورنر عبدالعزيز بن حبطور عرب رسنيو سره خبرو کې وئيلي ، چې د منځني عدن ۹۵فيصده علاقه د صدرهادي پلوي قبائيلو په ولقه کې اخيستې ده .
د حوثيانو په ضد د جوړ عرب اتحاد د سعودي وياند جنرال احمدعصيري په رياض کې خبريالانو ته وئيلي ، حوثيان د دې تاثر ورکولو هڅه کوي چې هغويې اوس هم په عدن قابض دي خو رښتيا دا دي چې هغويې د هلته نه په شا ديکه کړی شوي دي .
د دې ترڅنگ راپورونه وايي چې د القاعده سره تعلق لرونکو جنگيالو په ملک کې د روانې بدامنۍ نه پورته کړې او د صوبه حضرِموت پلازمينه المکلا په چهاؤڼۍ يې قبضه کړې ده .
د سيمې نه د رارسېدلو خبرونو ترمخه حضرِموت کې د اباد قبائيلو وسله وال جنگيالي چهاؤڼۍ پله په مخ په وړاندې روان دي چې د جنگيالو نه يې قبضه خلاصه کړي .
خبري ادارې اسکائي نيوزعربيه د عېني شاهدينو د خلې وئيلي ، چې جنگيالو د المکلا بندر هم قبضه کړی دی .
له دې وړاندې د القاعده جنگيالو د زيارت په ورځ سحر د المکلا په يو جېل باندې يرغل کړی او ۳۰۰ بنديان يې ترې خوشي کړي وو .