دايران دسرحدي عسکرو دوژنو پلټنه روانه ده،پاکستان

پاکستان ايراني چارواکو څخه دا غوښتنه هم کړې چې که چرې ددغه پيښې په اړه ورسره څه قسمه ثبوت وي نو ورسره دې يې شريک کړي.

پاکستان دشورو په ورځ ايران ته باور ورکړى چې امنيتي ايجنسۍ يې تيره ورځ تيره ورځ په پاک ايران پوله دوسله والو جنگيالو له لوري داتوؤ ايراني سرحدي ساتونکي دوژنې دپيښې پلټنې کوي.

دايران سرکاري خبري ادارې دنهې په ورځ دايراني چارواکو له خُلې راپور ورکړى ؤ چې دپاکستان څخه دايران سيستان بلوچستان صوبې ته وراوښتو جنگيالو داتوؤ ايراني سرحدي ځواکونو دوژلو وروستو پاکستان ته بيرته تښتيدلي وؤ.

پاکستان ايراني چارواکو څخه دا غوښتنه هم کړې چې که چرې ددغه پيښې په اړه ورسره څه قسمه ثبوت وي نو ورسره دې يې شريک کړي.

يو بيان کې دپاکستان دخارجه دفتر وياند تسنيم اسلم وئيلي دي چې که چرې دايران په خاوره دحملې څخه وروستو بريدکوونکي پاکستان ته وراوښتي وي نو هغوي به نيولى اؤ دقانون منگولو ته به راکش کولى شي.

تسنيم اسلم وئيلي دي چې پاکستان دترهه گرۍ ددغه پيښې په سختو ټکو کې غندنه کوي اؤ دايران دحکومت اؤ ځپل شوؤ کورنو سره دغمرازۍ څرگندونه کوي.

دايران اؤ پاکستان ترمينځ تقريباً ٩ سوه کلو ميټره اوږده پوله موقعيت لري اؤ اکثره دمخدره موادو دسمگلرانو اؤ جرائم پيشه عناصرو دپاکستان اؤ ايران دامنيتي ځواکونو سره نښتې کيږي.

پاکستان اؤ ايران تيرکال دترهه گرۍ، مخدره موادو اؤ انسانانو دتښتولو په ضد دخپل مينځي مرستې په سيوا کولو اتفاق کړى.

دتندلارو لخوا په پوله دحملو پسر دپاکستان اؤ ايران ترمينځ له دې وړاندې هم اړيکې دتاؤتريخوالي ښکار پاتې شوي دي.

دپاکستان پولې سره نزدې جنگيالو دغه ٨ ايراني سرحدي ساتونکي په داسې حال کې وژلي چې دايران دبهرنو چارو وزير يمن کې دحوثي ياغيانو په ضد دسعودي عرب په مشرۍ په روانو عملياتو خبرو اترو لپاره پاکستان ته دشورو په ورځ په ٨م اپريل رسيږي.