پاکستان کې دوه نور کسان تيزندي کړى شول

راپورونه وائي چې دساهيوال په سنټرل جيل کې دقتل مجرم حنيف تيزندي کړى شوى

دپاکستان دپنجاب صوبې په مختلفو جيونو کې دزيارت په سحر دوه کسان تيزندي کړى شوي دي

راپورونه وائي چې دساهيوال په سنټرل جيل کې دقتل مجرم حنيف تيزندي کړى شوى، هغه په کال ٢٠٠٦م کې پوليس سره مقابله کې دپوليسو يو افسر(اى ايس ائي) وژلى ؤ، په دغه موقع دجيل لوري ته په تلونکو ټولو لارو سخت امنيتي تدابير نيول شوي وؤ.

دسرگودهې په ډسټرکټ جيل کې هم دقتل يو مجرم گل محمد تيزندي کړى شوى ، هغه په کال ١٩٩٨ء کې يو تن وژلى ؤ.

په ډاگه دې وي چې تيرکال ددسمبر په مياشت کې پيښور کې په سکول دحملې څخه وروستو پاکستان کې دمرگ دسزا څخه دبنديز پورته کولو وروستو تر دې مهاله دپاکستان په مختلفو جيلونو کې خواؤشا ٨٠ کسان تيزندي کړى شوي دي.

دبشري حقونو ډلو، اروپائي اتحاديې اؤ ملگرو ملتونو پاکستان څخه غوښتنه کړې چې دمرگ په سزا دې عمل درامد اودروي خو دوزيراعظم نواز شريف حکومت دريځ لري چې هيواد يې دغيرمعمولي حالاتو سره مخ دى کوم چې غيرمعمولي گامونو ته اړتيا لري.