بنگله دېش ټي ټيونټي مېچ کې هم پاکستان ته ماتې ورکړه

بنگله دېش ټاکلی هدف په درې لوبغاړو اؤټ کېدو په ۱۷م اوور کې پوره کړو ، او پاکستان ته يې ماتې ورکړه .

د پاکستان او بنگله دېشن کرکټ ټيمونو ترمينځ يواځينې ټي ټيونټې مېچ کې بنگله دېش په اووه وکټو پاکستان ته ماتې ورکړه . له دې وړاندې د درېو يو ورځنو مېچونو سيريز کې هم بنگله دېش په درې صفر پاکستان ته ماتې ورکړې وه .

د بنگله دېش مېرپور ښار په شېربنگله مېدان کې ترسره شوي ټي ټيونټي مېچ ټاس پاکستان گټلی او لمړی يې بيټنگ کړی ؤ . د پاکستان ټيم په ټاکلو ۲۰ اوورو کې په پينځه لوبغاړو سوځېدو سره ۱۴۱ رنزونه جوړ کړي وو .

بنگله دېش ټاکلی هدف په درې لوبغاړو اؤټ کېدو په ۱۷م اوور کې پوره کړو ، او پاکستان ته يې ماتې ورکړه .

د بنگله دېش لخوا شکېب الحسن ۵۷ رنزونه (ناټ اؤټ) شبيررحمان ۵۱ رنزونه ناټ اؤټ ، تميم اقبال په ۱۴، مشفيق الرحيم په ۱۹ او سونياسرکار د رنز جوړولو بغېراؤټ شو.

د پاکستان عمرگل او وهاب رياض يو يو وکټ واخستو .

له دې وړاندې د پاکستان بيټنگ کې مختاراحمد ۳۷، حارث سهېل ۳۰، محمدحفيظ ۲۶، احمدشهزاد ۱۷، شاهداپريدي (کپتان) ۱۲ او سهېل تنوير ۸ رنزونه جوړ کړي وو .

د بنگله دېش مستفيظ الرحمان دوه وکټې ، عرفات سني او تسکين احمد يو يو وکټ اخستی ؤ .

د پاکستان ټيم د بنگله دېش په دوره دی چې پکې د يو ورځنو درې مېچونو سره يو ټي ټيونټې مېچ شامل ؤ ، په دغو ټولو مېچونو کې بنگله دېش ـ پاکستان ته ماتې ورکړه .

د دواړو ټيمونو د دوه ټېسټ مېچونو سيريز پاتې دی ، او پېل به يې د ۲۸ اپرېل نه کيږي .