ټيسټ ميچ:دبنگله ديش په ضد ديووکټ په تاوان دپاکستان 227 رنز

دپاکستان محمد حفيظ په ١٣٧ اؤ اظهرعلي په ٦٥ رنز ناټ اؤت لوبه کوله اؤ سميع اسلم په ٢٠ رنز اؤټ شوى دى.

دکهلنا په شيخ ابو نصير سټيډيم کې دپاکستان اؤ بنگله ترمينځ روان دلمړي کرکټ ټيسټ ميچ په دوهمه ورځ بنگله ديش د١٠ؤ وکټو په تاوان ٣٣٢ رنز جوړ کړي دکوم په ځواب کې چې پاکستان پخپل لمړي اننگز کې دورځې تر ختميدو ديو لوبغاړي تاوان ٢٢٧ رنز جوړ کړي دي.

دپاکستان محمد حفيظ په ١٣٧ اؤ اظهرعلي په ٦٥ رنز ناټ اؤت لوبه کوله اؤ سميع اسلم په ٢٠ رنز اؤټ شوى دى.

له دې وړاندې دبنگله ديش لخوا تميم اقبال ٢٥، امرالقيس ٥١، مومن الحق ٨٠، محمدالله ٤٩،اؤ شکيب الحسن ١٢ ، سوميا سرکار ٣٣ ،تاج الاسلام ١ اؤ محمد شاهد ١٠ ،مشفق الرحيم ٣٢ ، شووگاتا هوم په ١٢ اؤ ربيع الحسين په ٢ دوه رنز جوړ کړي دي.

دپاکستان لخوا ياسر شاه اؤ اؤ وهاب رياض درې درې اؤ محمد حفيظ اؤ ذوالفقار بابر دوه، دوه وکټې ترلاسه کړې وې.

تر دې مهاله دپاکستان اؤ بنگله ديش ترمينځ ١٤ ټيسټ ميچونه ترسره شوي اؤ دغه ټول ميچونه پاکستان گټلي دي.

دکرکټ ماهران وائي چې په تاريخ کې په لمړي ځل دون ډى سيريز په گټلو سره پاکستان ته په کلين سويپ ورکولو اؤ يواځيني ټي ټوئنټې ميچ کې په ماتې ورکولو سره دبنگله ديشي ټيم حوصلې لوړي شوي اؤ اوس به هغوي پاکستان ته په ټيسټ ميچ کې دماتې ورکولو هڅه کوي خو په دې ميچ کې به دبنگله ديشي ټيم دگټې دلړۍ مخنيوى دټيسټ ميچ دپاکستاني کپتان مصباح الحق لپاره ازميښت وي.

دپاکستان ټيم : محمد حفيظ، اظهرعلي، مصباح الحق، يونس خان، اسد شفيق، سرفراز احمد، ياسر شاه، هاب رياض، سميع اسلم، ذوالفقار بابر اؤ جنيد خان.

دبنگله ديش ټيم : شکيب الحسن، مشفق الرحيم، شووگاتا هوم، تاج الاسلام، روبيل حسين، تميم اقبال، امرالقيس، مومن الحق، محمودالله، سوميا سرکار اؤ محمد شاهد.