دنيپال زلزله : دمړو شمير5,500،امدادي هلې ځلې روانې دي

چارواکي وائي چې دطاقتورې زلزلې له امله بې کوره شوؤ په لکونو کسان په سمدستي توگه خيمو ته اړتيا لري.

دزيارت په ورځ چارواکو وئيلي دي چې دتيرخالي په ورځ نيپال کې دراغلې زلزلې له امله دمړو شوؤ کسانو شميره 5,500 ؤ ته رسيدلې ، 11,000 کسان ژوبل دي اؤ زلزله ځپلو ته دمرستو رسولو لپاره امدادي هلې ځلې روانې دي.

چارواکي وائي چې دطاقتورې زلزلې له امله بې کوره شوؤ په لکونو کسان په سمدستي توگه خيمو ته اړتيا لري.

زلزله ځپلو ميډيا سره خبرو کې وئيلي دي په دې خبره ناخوښه دي چې نۀ خو ورته خوراک اؤ نۀ هم دوايانې رسيدلي دي.

ملگرو ملتونو راتلونکو دريوؤ مياشتو کې دبيړنو مرستو ورکولو لپاره نړيوالې ورورولۍ ته د415 ملينو ډالرو لپاره اپيل کړى دى.

ملگري ملتونو به دياد شوي امداد لاندې 500,000 هاغو زلزله ځپلو ته سرپناه ورکوي چې په ډاگه شپې سبا کوي اؤددې ترڅنگ به هغوي لپاره ددوايانو،څښلو داوبو اؤ خوراک لپاره هم انتظامات کوي.

بل لوري ته دشورو په ورځ دامريکا صدر براک اوباما دټيليفون له لارې دنيپال وزيراعظم سُشيل کوئيراله سره نيپال کې په امدادي هلو ځلو خبرې اترې کړي دي، امريکا دپاکو اوبو دورکړې، لټونې اؤ حفاظتي کارروائيو لپاره نيپال ته د١٠ؤ ملينو څخه زياتې مرستې ورکوي.

په عين حال کې دنيپال پلازمينه کټهمنډو کې په يوه ړنگه شوې ودانۍ کې يو ١٥ کلن ماشوم ژوندى موندل شوى دى.

دملگرو ملتونو وينا ده چې دخالي په ورځ دراغلې زلزلې له امله داتوؤ ملينو څخه زيات کسان اغيزمن شوي اؤ ددې ترڅنگ 70,000 کورونه هم تباه شوي دي.

راپورونه وائي چې دکټهمنډو په خواؤشا سيمو کې يو هم داسې کور نشته چې دزلزلې له امله اغيزمن شوى نۀ وي اؤ دراغورځيدلو ودانو اؤ کورونو دملبې لاندې اوس هم مړي پراتۀ دي.

دميډيا راپورونه وائي چې په نيپال کې زياتره خلک له دې امله مايوسه شوي چې دهغوي په قول دحکومت له لوري ورته په ډاډه زړۀ مرستې نۀ ورکول کيږي، کټهمنډو کې دشورو په ورځ په سلگونو خلکو احتجاج کړى اؤ سړکونه يې هم تړلي دي.