دکيوبا نوم دترهه گريزو هيوادونو امريکائي فهرست څخه خارج

صدر براک اوباما سږکال داپريل په نيمائي کې اعلان کړى ؤ چې هغه به دکيوبا نوم دياد شوي فهرست څخه وباسي

امريکا په باضابطه توگه دکيوبا نوم ترهه گرۍ ته دودې ورکوونکو هيوادونو دفهرست څخه ويستلى چې له دې وروستو ددواړو هيوادونو ترمينځ دسفارتي اړيکو لاره هواره شوې ده.

صدر براک اوباما سږکال داپريل په نيمائي کې اعلان کړى ؤ چې هغه به دکيوبا نوم دياد شوي فهرست څخه وباسي، دصدراوباما داعلان څخه وروستو کانگريس سره ددغه گام دمخنيوي لپاره د٤٥ؤ ورځو ائيني وخت ؤ کوم چې دجمعې په ورځ مکمل شوى دى.

دترهه گرۍ دمرسته کوونکو رياستونو دفهرست څخه دکيوبا دنوم دويستلو اعلان دجمعې په ورځ دامريکا خارجه محکمې کړى دى.

خپل بيان کې خارجه محکمې وئيلي دي چې کيوبا په گڼو تگلارو اؤ گامونو امريکا اوس هم تحفظات لري خو دا اختلافونه دترهه گرو دمرسته کوونکو هيوادونو څخه دکيوبا دنوم دويستلو په لاره کې خنډ نۀ دي.

دکيوبا دنوم دويستلو څخه وروستو دغه فهرست کې اوس دشام، سوډان اؤ ايران نومونه پاتې دي.

امريکا دې فهرست کې دکيوبا نوم په کال ١٩٨٢ء کې شامل کړى ؤ، هاغه وخت امريکائي انتظاميې تور لگولى ؤ چې دکيوبا کميونسټ حکومت دلاطيني امريکا په نورو هيوادونو کې دکميونسټ باغي تنظيمونو مرسته کوله.

صدر براک اوباما اؤ دهغه دکيوبا سيال راؤل کاسترو تيرکال ددسمبر په مياشت کې ددواړو هيوادونو داړيکو معمول ته دراوستو لپاره په گډه دکار کولو اعلان کړى ؤ، دغه اړيکې دکال ١٩٦١ راهسې ځنډيدلې وې.

دسمبر کې ددواړو هيوادونو دصدرانو ترمينځ درابطو څخه وروستو ددواړو هيوادونو ترمينح په لوړه کچه دمذاکراتو څلور پړاؤنه ترسره شوي چې پکې دسفارتي اړيکو دبحالۍ تفصيلات فيصله شوي دي، سفارتي سرچينې وائي چې دواړه هيوادونه واشنگټن اؤ هوانا کې خپلو سفارت خانو پرانستو ته اماده شوي دي.

صدر اوباما کانگريس ته تيرکال په کيوبا د٥٣ؤ کلونو راهسې دلگيدلو اقتصادي بنديزونو دپورته کولو خواست کړى خو کانگريس کې د اکثريتي ري پبلکن گوند قيادت دې ته اماده نۀ دى.