اقتصادي لارې سره به ټولې سيمې ته گټه رسيږي،پاکستان

دخارجه دفتر وياند دعوه کړې ده چې دپاک چين اقتصادي لارې منصوبې سره به يواځې دوؤ هيوادونو ته نۀ بلکې ټولې سيمې ته گټه رسيږي.

د پاکستان خارجه دفتر دهند له لوري دپاک چين اقتصادي لارې دمنصوبې په اړه شوى مخالفت رد کړى اؤ وئيلي يې دي چې د46 اربو ډالرو ددغه منصوبې سره به ټولې سيمې ته گټه رسيږي.

دپاکستان دخارجه دفتر وياند قاضي خليل الله دهند دبهرنيو چارو دوزيرې په بيان غبرگون ښودلى اؤ وئيلي يې دي چې پاکستان ددغه منصوبې مکملولو لپاره ژمن دى.

دخارجه دفتر وياند خليل الله دعوه کړې ده چې دپاک چين اقتصادي لارې منصوبې سره به يواځې دوؤ هيوادونو ته نۀ بلکې ټولې سيمې ته گټه رسيږي.

دهند دبهرنيو چارو وزير سُشما سوراج تيره ورځ وئيلي وؤ چې هند دپاک چين اقتصادي لارې دمنصوبې په ضد دى اؤ دهند وزيراعظم دچين دخپل اوسني سفر په مهال هم ددغه منصوبې مخالفت کړى ؤ اؤ هغنوي لپاره دغه منصوبه دمنلو جوگه نۀ ده.

دپاک چين اقتصادي لارې دمنصوبې اعلان سږکال داپريل په مياشت کې پاکستان ته دچين دصدر شي جنگ پنگ ددورې په مهال شوى ؤ.

دچين دصدر دپاکستان ددورې په مهال پاکستان اؤ چين په ٥١ؤ تړونونو لاسليکونه کړي وؤ چې پکې د٣٠ؤ څخه زياتې منصوبې داقتصادي لارې په اړه وؤ.

ددغه منصوبې ترمخه به دپاکستان بلوچستان صوبه کې موقعيت لرونکى دگوادر بندرگاه دچين دسنکيانگ سيمې سره تړل کيږي اؤ ورسره به د٤٦ؤ اربو ډالرو په مصرف سره لايې لارې، ريلوى، کارخانې، پائپ لا ئنونه جوړولى شي.

دپاکستان خيبرپښتونخوا اؤ بلوچستان کې قام پرست سياسي گوندونه دپاک چين اقتصادي لارې دممکنه بدلون لړ کې دانديښنو څرگندونه کوي اؤ تور لگوي چې دغه منصوبه کې پنجاب صوبې ته دزياتې گټې رسولو لپاره اقتصادي لاره بدلولى اؤ دپښتونخوا اؤ بلوچستان پسمانده سيمې پکې له پامه غورځولى شي خو دپاکستان مرکزي حکومت بيا دغه تورونه ردوي اؤ وائي چې ددغه منصوبې سره به ټولو صوبو ته يو شان گټه رسيږي.

دپاکستان مرکزي حکومت ددغه منصوبې په اړه دسياسي مشرانو دتحفظاتو لرې کولو لپاره دوه ځله ټول گونديز کانفرنس راغوښتى اؤ تيره اوونۍ ترسره شوې يوه غونډه کې پريکړه شوې وه چې تر ټولو وړاندې به ددغه منصوبې په لويديزه لاره کار پيل کولى شي.

لويديزه لاره دبلوچستان دگوادر څخه پيل کيږي اؤ دتربت، پنجگور، قلات، کوئټې، قلعه سيف الله اؤ ژوب څخه په تيريدو په خيبرپښتونخوا صوبه کې تر ډيره اسماعيل خان پورې رسيږي .