بلوچستان: باراني سېلاب کې ۱۳ کسان مړه شوي

د خضدار ضلعې ډپټي کمشنر وحيدشاه وايس اف امريکا ته وئيلي ، د اوبو تښتوؤنکو کسانو د لټون دپاره نن د زيارت په ورځ هم هلې ځلې روانې وې .

د خضدار ضلعې ډپټي کمشنر وحيدشاه وايس اف امريکا ته وئيلي ، د اوبو تښتوؤنکو کسانو د لټون دپاره نن د زيارت په ورځ هم هلې ځلې روانې وې .

د پاکستان بلوچستان صوبې په خضدار ضلع کې د تېزو بارانونو له امله راغلي سيلاب ۲۱ کسان وړي دي ، چې پکې د ۱۳ کسانو مړي راويستل شوي او د نورو د لټون دپاره امدادي کارونه روان دي .

د خضدار ضلعې د چارواکو په وينا د دوؤ کالو د سوکړې وروستو د شورو په ورځ ناوخته په شاه نوراني سيمه کې تېز باران شوی ، چې په نتيجه کې يې خوړونه او سېلاب راغلی دی .

د راپورونو ترمخه د شاه نوراني علاقې په مېندارو نومې کلي کې خواؤشا ۴۰ کورونه سېلاب اغېزمند کړي او ۲۱ کسان اوبو وړي دي .

د خضدار ضلعې ډپټي کمشنر وحيدشاه وايس اف امريکا ته وئيلي ، د اوبو تښتوؤنکو کسانو د لټون دپاره نن د زيارت په ورځ هم هلې ځلې روانې وې .

د بلوچستان د صوبايي حکومت لخوا د قدرتي افتونو په وخت د انتظام د ادارې مشر طاهرمنهاس په وينا د سېلاب نه متاثره ۲۰۰ کورنو دپاره سيمې ته خېمې او د خوراک سره نور سامان رسؤل شوی دی .

پاکستان کې چې په تېرو څو کلونو کې سېلابونو راغلي ، او په غټه کچه زاني او مالي زيان يې اړولی دی ، دغه رنگ بلوچستان صوبه هم سېلابونو ځپلې ده .

تېر کال د بلوچستان په کوهلو ضلع کې راغلي سېلاب ۵۰ کسان وړي وو ، چې پکې ۲۰ مړه شوي او ۳۰ نور بچ کړی شوي وو .