اروزگان کې مخالفه وسله والو ۱۲ امنيتې پوستې نيولي

د عبدالله خان په خبره که چرته په فوري توگه سيمې ته پوځي ملاتړ ونه رسي ، نو اندېښنه ده چې وسله وال ټوله گېزاب ضلع وسله وال ونيسي .

د افغانستان د اروزگان ولايت (صوبې) چارواکي وايي ، چې د حکومت مخالفه وسله والو طالبانو د دغه صوبې په گېزاب ولسوالۍ (ضلع) کې د افغان امنيتې ځواکونو سره د جگړې وروستو ۱۲ امنيتي پوستې نيولي دي .

د اروزگان صوبې د گېزاب ضلعې مشر عبدالله خان مطبوعاتو ته وئيلي ، د تېرو څو ورځو راهسې په سيمه کې د مخالفه وسله والو او امنيتې ځواکونو ترمينځ جگړه روانه ده خو وسله والو پکې پرمختگ کړی دی ، او د تېر ماښام راهسې دغه جگړه توده شوې او امنيتي ځواکونه وسله والو گېر کړي دي .

نوموړي وئيلي که چرته په فوري توگه سيمې ته پوځي ملاتړ ونه رسي ، نو اندېښنه ده چې وسله وال ټوله گېزاب ضلع وسله وال ونيسي . د عبدالله خان په خبره په گېزاب کې د تېرو دوه اوونو راهسې روانه جگړه کې تراوسه پورې ۱۲ وسله وال او څلور پوليس وژل شوي دي .

بل لور ته د اروزگان امنيتي چارواکو وئيلي ، امنيتي پوستې يې د تکتيک لاندې پرېښودي ، او د پوځ نه يې په سيمه کې د وسله والو په ضد جگړه کې مرستې غوښتې دي .

اروزگان کې د تېرې مياشتې راهسې په مختلفو سيمو کې د حکومت مخالفه وسله والو لخوا په امنيتي پوستو ډله ايز بريدونه شوي دي .

راپورونه د کورنو چارو د وزارت وياند صديق صديقي له خلې وايي ، چې په هيواد کې به يوه ضلع هم د لاسه ورنه کړي ، خو تېره ورځ د افغانستان د شمال ختيزې صوبې بدخشان نه د رارسېدلو خبرونو ترمخه وسله والو طالبانو د دغه صوبې د يمگان ضلې مرکز په ولقه کې اخيستی دی .