پاکستان: نهر ته دريل گاډي پريوتو له امله ۱۷ کسان مړۀ شوي

دپوځ له لوري دجاري شوي بيان ترمخه تر دې مهاله ٨٠ مسافر راويستل شوي چې په هغوي کې پينځه ژوبل دي.

د پاکستاني پوځ وياند ميجر جنرل عاصم باجوه وئيلي دي چې د پاکستان د پنجاب صوبې دگجرانوالې سيمې سره نزدې دپوځيانو وړونکى يو ځانگړى ريل گاډى نهر ته پريوتى چې له امله يې د يو پوځي مشر ليفټننټ کرنل عامر جدون په گډون ۱۷ کسان وژل شوي دي .

ريل گاډی د زيارت په ورځ ماسپخين نهر ته پرېوتی ؤ .

عاصم باجوه نن د جمعې په سحر ټوئټر پېغام کې وئيلي ، د ريل پېښه کې تراوسه د ۱۷ کسانو مړي راويستل وشي او د لټون عمل روان دی .

په مړه شوؤ کې چې زياته شمېره د پوځيانو ده ، تېره شپه د راويستل شوؤ ۱۰ عسکرو جنازې ادا کړی شوي دي .

د پوځ له لوري دجاري شوي بيان ترمخه د پېښې ښکار ٨٠ مسافر راويستل شوي چې په هغوي کې پينځه ژوبل دي .

راپورونه وائي چې د مال وړونکى دغه ريل گاډى دوزيراباد سيمې څخه فيصل اباد ته روان ؤ اؤ ورپسې مسافرو لپاره څلور ډبې هم لگول شوې وې چې دگجرانوالې سره نزدې ديو پُل دماتيدو له امله نهر ته وغورځيدو اؤ گڼ شمير خلک په اوبو کې ډوب شول.

دپاکستاني پوځ وياند ميجر جنرل عاصم باجوه لخوا په ټوئټر دجاري شوي بيان ترمخه دعسکرو دوړونکي يو ځانگړي ريل گاډي څلور ډبې دجامکى چهټا په مقام نهر ته پريوتې چې له امله يې مرگ ژوبله واؤښته.

دپوليسو يو سيمه ييز مشر ايس ايس پي وقاص نظير وئيلي دي چې ريل گاډي کې خواؤشا دوؤ سوؤ کسانو سفر کولو اؤ زياته کړې يې ده چې دامدادي هلو ځلو لپاره دنهر اوبه تړل شوي دي.

دپيښې څخه وروستو سيمې ته امدادي ډلې اؤ مقامي خلک ورورسيدل اؤ امدادي هلې ځلې يې پيل کړې.

راپورونه وائي سيمې ته دپاکستاني پوځ درسيدو څخه وروستو عام خلک يو اړخ ته کړل شوي اؤ دامدادي کارونو دتُندولو په غرض دنهر اوبۀ هم اودرول شوي چې له دې وروستو دريل گاډي په پريوتو ډبو کې دنښتو خلکو دراويستو لپاره په درنې مشينرۍ سره ډبې پرې کولى شي.

له دې وړاندې دپاکستان دريلوى مرکزي وزير سعد رفيق ميډيا سره خبرو کې وئيلي وؤ ريل گاډي کې ناست شپږ کسان ورک دي اؤ نور ټول بچ کړى شوي دي، هغه دا هم وئيلي وؤ چې هسپتالونو کې بيړنى حالت پځايې کړل شوى دى.