بشارالاسد وايي پوځ يې ټول ملک نه شي ساتلی

هغه وئيلي په ځيني وخت کې پوځ د يو ځايې نه بل ځايې ته د دفاع دپاره لېږلی شي خو د هغې دا مطلب نه دی چې پوځ پشا کيږي .

د شام صدر بشارالاسد منلې ده چې د ملک ځينې برخې يې د لاسه وتلي او دا وخت يې پوځ د حکومت په ولقه کې پاتې مهمه علاقې ساتي .

د اتوارپه ورځ ټيلي ويژن باندې وينا کې بشارالاسد وئيلي دا تاثر سم نه دی چې پوځ په شا تمبول شوی يا مات شوی دی .

نوموړي وئيلي دا وخت د شام د پوځ ټوله توجه د مهموعلاقو ساتنه ده چې د ترهگرو لاسو ته لاړې نه شي ، او په دغې لار د نورو علاقو دفاع وکړي .

اسد زياته کړې پوځ د ملک په هره برخه کې موجود نه شي پاتې کېدی او که چرته هر ځايې ته لېږل کيږي نو په داسې کې پوځ مهمې علاقې د لاسه ورکولی شي.

هغه وئيلي په ځيني وخت کې پوځ د يو ځايې نه بل ځايې ته د دفاع دپاره لېږلی شي خو د هغې دا مطلب نه دی چې پوځ پشا کيږي .

هغه وئيلي د شام پوځ د خپل ملک د ساتلو جوګه دی او د ماتې خوړو لفظ ورسره هډو شتی نا . نوموړي عزم څرګند کړی چې د شام د دښمنانو په ضد به جګړه دوامداره ساتي .

په شام کې د تېرو څلورو کالونو راهسې د روانې خانه جنګۍ وروستو اوس د شام يواځې ۲۵ فيصده برخه د بشارالاسد د حکومت سره پاتې شوې ده . او پاتې نوره برخه داعش، ياغي ډلو او کُردانو قبضه کړې ده . خو د شام زياتره ابادي اوس هم د حکومت د انتظام لاندې علاقو کې پاتې کيږي .

اسد په خپله وينا کې وئيلي ياغيانو سره په جګړه بوخت پوځ سره هرقسمه وسائيل موجود دي خو منلې يې ده چې د پوځ افرادي قوت يې کميږي .

هغه وئيلي د حکومت لخوا يې د پوځ نه تښتېدلو اهلکارو ته د عامې معافۍ د اعلان په نتيجه کې به د بيرته راتلونکو پوځيانو حوصله افزايي وشي .

د شام سرکاري پوځ د روان کال د مارچ د مياشتې نه پس د حکومت د مخالفه ياغيانو د لاسه په څو ځايونو کې ماتې خوړلي دي .

د القاعده پلوي تنظيم النصره په ګډون د نورو ياغيانو يو اتحاد په ورستيو مياشتو کې د پوځ نه د شمال لوئيديزې صوبې ادلب ډېره برخه نيولې ده .

دغه رنګ د ملک په جنوب کې هم د ياغي تنظيمونو يو اتحاد اردن سره په پوله د شام لويه علاقه نيولې ده کومه چې له دې وړاندې د حکومت سره وه .

د حکومت مخالفه ډلو نه علاوه په شام کې تُندروه ډلې داعش هم خپلې هلې ځلې زياتې کړي او د داعش وسله والو د مئ په مياشت کې د شام پوځ په شا تمبولی او تاريخي ښار پالميرا يې په خپله ولقه کې اخيستی ؤ .