طالبانو ومنله چې مُلاعمر مړ شوی دی

د طالبانو وياند دا نه په ډاګه کړې چې مشر يې کله مړ شوی دی خو دا وئيلي دي چې د هغه صحت د تېرو ۱۵ ورځو راهسې ښه نه ؤ .

د افغانستان طالبانو نن د زيارت په ورځ خپره کړې يوه اعلاميه کې منلې چې مشر مُلاعمر يې مړ شوی دی .

د طالبانو د ذبيح الله مجاهد په نوم وياند وايس اف امريکا ته په پښتو ژبه کې ليږلي پېغام کې دومره وئيلي چې مشر مُلاعمر يې د ورپېښې ناروغۍ له کبله مړ شوی دی او په دغې اړه يې نور تفصيل نه دی وئيلی .

د طالبانو د اعلاميې ترمخه مُلامحمدعمر د کال ۲۰۰۱ نه پس د افغانستان نه بهر پاکستان يا بل کوم هېواد ته سفر نه دی کړی ، او ۱۴ کاله يې د طالبانو راهنمايي کړې ده .

د طالبانو وياند دا نه ده په ډاګه کړې چې مشر يې کله مړ شوی دی خو دا وئيلي دي چې د هغه صحت د تېرو ۱۵ ورځو راهسې ښه نه ؤ .

د طالبانو د اسلامي امارت په نوم ويب پاڼه باندې په خپره شوې اعلاميه کې وئيل شوي

" د افغانستان د اسلامي امارت مشرتابه او د ملامحمد عمر مجاهد کورنۍ اعلانوي چې داسلامي امارت مؤسس او زعیم امیرالمؤمنین ملا محمد عمر مجاهد د ورپيښې شوې ناروغۍ له امله خپل روح ملک الارواح ته وسپاره او له دې فاني جهان څخه یي د ابدي نړۍ په خوا سفر وکړ".

د طالبانو اعلاميه د افغان حکومت د تېرې ورځې د هغې بيان په تضاد کې ده چې پکې وئيل شوي ؤ مُلاعمر دوه کاله وړاندې د پاکستان په يو روغتون کې ساه ورکړې وه .

د طالبانو لخوا د مُلاعمر د مړينې د خبر تائيدولو نه وړاندې نن په مطبوعاتو داسې خبرونه هم خپاره شوي ، چې طالبانو د مُلاعمر په ځايې مُلا اخترمحمدمنصور خپل نوی مشر ټاکلی دی .

خو د طالبانو لخوا د مُلاعمر د مړينې په اړه خپره شوې خبرپاڼه کې په دغې حواله څه نه دي وئيل شوي .

د شورو په ورځ د افغانستان صدر اشرف غني د دفتر لخوا په جاري شوي بيان کې وئيل شوي ؤ چې د طالبانو مشر په کال ۲۰۱۳م کې ساه ورکړې وه .

د اشرف غني د دفتر څخه په جاري شوي بيان کې وئيل شوي ؤ "د افغانستان اسلامي دولت د بااعتماده معلوماتو په بنیاد، ددې خبرې تصدیق کوي چې د طالبانو مشر د کال ٢٠١٣ د اپریل په میاشت کې پاکستان کې مړ شوی دی".

د افغان صدر ددفتر لخوا د بیان وړاندې د هیواد استخباراتي ادارې وئیلي ؤ مُلاعمر دوه کاله وړاندې د پاکستان کراچۍ ښار په یو هسپتال کې د ناروغۍ له امله مړ شوی دی .

په داسې حال کې چې د شورو په ورځ د طالبانو د مشر مُلاعمر د مړينې خبر مخې ته راغلی نن د پاکستان د خارجه دفتر لخوا په جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي چې د افغان طالب مشرانو په خواست د افغان حکومت سره د سولې د خبرو دويم پړاؤ ځنډول شوی دی .

د خارجه دفتر د بيان ترمخه ټاکل شوې وه چې د افغان حکومت او طالبانو ترمينځ خبرې به د جولائۍ په ۳۱م نېټه (صبا د جمعې په ورځ) پاکستان کې ترسره کېدې .