امریکا وایي د افغانستان اؤ پاکستان تر مینځ ښې اړیکې غواړي

امریکا ددغو خبرو اترو هرکلی کوي اؤ ښې هیلې ترې لري

امریکا دپاکستان اؤ افغانستان ترمینځ د سولې اؤ ثبات دپاره د وروستو تماسونو اؤ خبرو اترو هرکلی کړی اؤ هیله یې ښکاره کړې ده چې دغه تماسونه به راتلونکي کې ګټورې نتیجې ولري.

دپاکستان اؤ افغانستان ترمینځ اړیکې وروستو له هغې د تاؤ تریخوالي ښکار شوي چې تیره اوونۍ په افغانستان کې پرله پسې ترهګریزو بریدونو کې د سلګونو کسانو د وژل کیدو اؤ ژوبل کیدو وروستو افغان صدر اشرف غني په پاکستان تورونه ولګول چې پخپله خاوره یې ترهګرو ته پناه ورکړې ده.

د افغان حکومت یو لوړ رتبه هئیت د افغان خارجه وزیر صلاح الدین رباني په مشرۍ د زیارت په ورځ اسلام اباد ته ورغلی ؤ اؤ پاکستاني چارواکو سره یې د ترهګرۍ د خاتمې په اړه رغنده خبرې اترې کړي دي.

واشنګټن کې د بهرنو چارو د محکمې ویاند جان کربی خبریالانو ته وئیلي مونږ ډیر مخکې دا خبره کړې وه چې د دواړو هیوادونو د ګډې پولې دواړو غاړو ته ترهګري ګډ ګواښ دی اؤ ددې له مینځه وړلو په ګډ ډول کار کولو ته اړتیا ده.

ویاند زیاته کړه د افغانستان اؤ پاکستان لوړ پوړو چارواکو اسلام اباد کې د ترهګرۍ دخاتمې اؤ سیمه کې دامن اؤ ثبات په چارو خبرې کړي چې امریکا ددغو خبرو اترو هرکلی کوي اؤ ښې هیلې ترې لري .

هغه وویل امریکا ددواړو هیوادونو سره نزدې اړیکې لري اؤ په راتلونکي کې به هم افغان ځواکونو سره د هغوئ دپیاوړتیا لړ کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي