کشمیري مشرانو سره د سرتاج عزیز په لیدنه د هند سختې نیوکې

د هند د بهرنو چارو د وزارت ویاند وایي کشمیري مشرانو سره د سرتاج عزیز لیدنه مناسب نه ده

د هند اؤ پاکستان دقومي سلامتۍ د مشاورینو د ټاکل شوې لیدنې څخه د مخه د جمعې په ورځ د هند د خارجه وزارت ویاند پخپل یو بیان کې وئیلي د دوه اړخیزه ملاقات نه مخکې د پاکستاني چارواکي لخوا کشمیري مشرانو سره لیدنه به "مناسبه" نه وي.

د هند په وړاندیز دغه لیدنه په 23م 24م اګست نوي ډیلي کې کیدونکې وه چې پکې به د برخې اخستو دپاره د پاکستان د بهرنو چارو اؤ قومي سلامتي مشاور سرتاج عزیز نوي ډیلي ته تللو.

د هند د خارجه وزارت ویاند وکاس سوروپ په ټوئټر خپل یو پیغام کې وئیلي پاکستان ته په دغه لړکې وئیل شوي اؤ "داسې لیدنه د ترهګرۍ څخه د ځان ژغورنې اؤ په ګډ ډول د کار کولو په اړوند اوفا کې د رامینځته شوې صلاح سره سمون نه خوري "

وکاس سوروپ وئیلي د قومي سلامتۍ د مشاورینو ترمینځ د لیدنې ایجنډې ته د دغوڅ شکل ورکولو دپاره هند خپله تجویز کړی شوې ایجنډه پاکستان ته لیږلې ده.

کشمیر د لمړۍ ورځې راهسې دپاکستان اؤ هند تر مینځ یوه داسې شخړه ده چې کله یې هم ددغو دواړو هیوادونو اړیکې خوږیدو ته نه دي پریښي.

هند تر کال هم د پاکستان د هايي کمشنر له لوري کشمیري مشرانو سره د شوې لیدنې په تناظر کې ددواړو هیوادونو د خارجه سکترانو په کچ کیدونکې خبرې په یو اړخیز ډول ختمې کړې وې.

پاکستاني چارواکي وایي کشمیري مشرانو سره دهغوئ لیدنې اؤ خبرې اترې د معمول خبره ده خو هند په دغسې لیدنو اؤ خبرو کلکې نیوکې لري