د پاکستان بلوچستان صوبې په مستونګ سيمه کې په پټړۍ روان د مسافرو په رېل ګاډي جعفراېکپرېس باندې د بارودي موادو چاؤدنه شوې چې په نتيجه کې يې څلور کسان وژل شوي او 10 نور ژوبل شوي دي .
د چارواکو په وينا د مسافرو په رېل ګاډي جعفراېکپرېس باندې د بارودي موادو چاؤدنه نن د اتوار په ورځ په داسې مهال شوې چې رېل ګاډی د کويټې نه راولپنډۍ ته روان ؤ ، او د مستونګ ضلعې په دشت سيمه کې پرې بارودي مواد چاؤل شوي دي .
راپورونه د چارواکو د خلې وايي چې ريل ګاډي ته په پټرۍ بارودي مواد اېښودل شوي وو او د چاؤدېدو له امله يې يوې ډبې ته زيان اوختی او مرګ ژوبلې يې اړولي دي .
پېښه کې ژوبل کسان د کوئتې سېول او بولان روغتونونو ته وړل شوي دي .
د بم ډسپوزل سکوارډ چارواکو وئيلي چاؤدنه کې د اته کلو پورې بارودي مواد کارول شوي او په ريمورټ ورته چاؤدنه ورکړی شوې ده .
د چارواکو په وينا سېمې ته امنيتي ځواکونه رسېدلي او پلټنې يې پېل کړي دي .
رېل ګاډي جعفراېکسپريس باندې له دې وړاندې هم بمي چاؤدنې او د راکټي بريدونو سره ډزې هم شوي دي ، چې په نتيجه کې يې د مرګ ژوبلو پېښې رامنځته شوي دي .