امريکا د داعش د يو مشر په سر ۵۰لاکه ډالره انعام مقرر کړی

د امريکې محکمه خارجه ترمخه الشمالي بهر ملکي جنګيالو ته د تُرکي د لارې شام ته د رسېدو اسانتياوې برابروي ،

امريکې د تُندروه ډلې داعشد يو مهم کمانډر ابومحمد الشمالي په اړه د معلوماتو ورکولو په سر د ۵۰ لاکه ډالرو انعام اعلان کړی دی .

د امريکې محکمه خارجه ترمخه الشمالي بهر ملکي جنګيالو ته د تُرکي د لارې شام ته د رسېدو اسانتياوې برابروي ، چرته چې دويې د داعش په ملګرتيا کې په جګړه کې برخه اخلي .

د بيان ترمخه دا باور کيږي چې تُندره کمانډر د يورپ ، شمالي افريقې او جزيره نما عرب نه شام او عراق ته د قاچاق، پېسو منتقل کولواو سامانونو لېږلو په لړ کې رابطه کاري کړې ده .

د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل د وړاندې نه الشمالي ترهګر ګرځولی او په هغه يې سفري بنديزونه لګولي دي .

د سعودي عرب سره تعلق لرونکي دغه تُندروه کمانډر د القاعده غړی پاتې شوی او هغه به راتلونکې جمعې پورې د ۳۶ کالو عمر ته اورسي .

د الشمالي په ضد انعام په داسې وخت کې اعلان شوی دی چې کله امريکا او تُرکي د شام سرحدي علاقې جرابلس سره نزدې د پولې محفوظ کولو هڅې پېلوي ، وئيل کيږي چې الشمالي دغلته د داعش کمانډر دی .