دپاکستاني فضائيې الوتکه تباه، زنانه پائيلټه مړه

دپيښې څخه وروستو پوليسو اؤ امنيتي ځواکونو ټوله سيمه پخپله گيره کې اخستې اؤ دالوتکې ملبه اؤ نور ثبوتونه راټولول يې پيل کړي.

دپاکستاني فضائيې جى ايف ټي ٧ الوتکه دپنجاب صوبې دميانوالي سيمې سره نزدې راغورځيدلې اؤ تباه شوې چې په نتيجه کې يې يوه زنانه پائيلټه افسره مريم مختار مړۀ شوې ده.

دپاکستاني فضائيې دوياند له لوري دجاري شوي بيان ترمخه دميانوالي سره نزدې کنديان سيمه کې دفضائيې کى ايف ټي ٧ الوتکې دمعمول مطابق الوت کولو چې په دغه مهال دحادثې سره مخ شوه اؤ په نتيجه کې يې زنانه پائيلټه مريم مختار مړه شوه، پيښه کې ژوبل شوى يو مرستيال پائيلټ دعلاج لپاره هسپتال ته رسول شوى دى.

دپيښې څخه وروستو پوليسو اؤ امنيتي ځواکونو ټوله سيمه پخپله گيره کې اخستې اؤ دالوتکې ملبه اؤ نور ثبوتونه راټولول يې پيل کړي.